پوسټ کوډ 77538
نیټه خپرول: 6 کال عمر
اشرف غني او عبد الله وویل د حکمتیار له کوم استازي سره ېې نه دي لیدلي
د فارس د راپور له مخې وروسته له هغه چې په رسنیو کې خبرونه خپاره شول حکمتیار په کابل کې دفتر پرانیزي د ولس مشرۍ دواړو کاندیدانو د حکمتیار له استازو سره د لیدنې خبرونه رد کړل .له دې وړاندې ویل شوي ؤ د حکمتیار استازو له اشرف غني احمد زي او عبد الله عبد الله سره کتلي او په دې شرط ېې د کابل په نوي حکومت کې د ګډون اعلان کړی چې افغانستان به له امریکا سره تړون نه لاسلیکوي او یو اسلامي حکومت به را منځته کوي .خو پرون د ولس مشرۍ دواړو کاندیدانو ټينګار وکړ چې د حزب اسلامي له غړو سره ېې هیڅ کومه لیدنه نه ده تر سره شوې .د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په ټاکنو کې له قطب الدین هلال ملاتړ کړی ؤ .