پوسټ کوډ 7146
نیټه خپرول: 8 کال عمر

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې یولک کیلومتره سړکونه جوړیږي

د افغانستان د کليو پراختيا وزارت په مشخص ?ول ونه ويل چ? دغه پروژه به په ?ومره بودج? او ?ومره موده ک? بشپ?ه شي.

د افغانستان د کليو پراختيا وزارت د يوه پروګرام له مخې په کليوالو سيمو کې يولک کيلومتره سړکونه جوړوي.

د دغه وزارت وزير ويس احمد برمک پرون له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې غواړي د دې پروژې په عملي کولو سره په کليوالو سيمو کې د اقتصادي پرمختګ زمينه برابره کړي:

”زموږ پروګرام دا دى چې وکړاى شو د سل زره کيلومتره کليوالي سړکونو په جوړولو او بيارغولو سره څلوېښت زره کلي د ښارونو له مرکزونو او ولسواليو يا هم لومړۍ درجه سړکونو سره وتړو.“

د افغانستان د کليو پراختيا وزارت په مشخص ډول ونه ويل چې دغه پروژه به په څومره بودجې او څومره موده کې بشپړه شي.