پوسټ کوډ 42442
نیټه خپرول: 10 کال عمر
جرمني د افغانستان په ماموریت کې ۱۳ بې پېلوټې الوتکې له لاسه ورکړي
تاند ویبپاني - د جرمني د دفاع وزارت وايي چې د افغانستان د ماموریت په لړ کې یې تراوسه پوري دیارلس بې پېلوټې الوتکې یا ډرون له لاسه ورکړي دي.
په افغانستان کې د جرمني په لوېدلو یا له منځه تللیو بې پېلوټو الوتکو کې پنځه الادین، څلور لونا، دوې (کې زیډ او) او یوه هیرون یو شاملې دي.
د جرمني دفاع وزارت وايي چې دا الوتکې یا بیخي ویجاړې شوي او یا دومره ورانې شوي چې په ترمیم نه ارزېدې.
جرمني درېيم هېواد دى چې په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې زيات عسکر لري، وروستۍ نظرپوښتنې ښيي چې په جرمني کې د دې هېواد له ماموريت څخه د خلکو ملاتړ کم شوى دى.جرمني په وروستيو کې موافقه وکړه چې ٣٠٠ جرمني مامورين به د اواکس الوتکو د اکتشافي ماموريت د پرمخ بېولو لپاره افغانستان ته ولېږي.
جرمني حاضردمه په افغانستان کې شا و خوا پنځه زره عسکر لري، خو د دې نوي پوځي ماموريت له پيل سره به د دوى شمېر ٥٣٠٠ شي. له ٢٠٠٢م کال راهيسې چې جرمني په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړى، نژدې پنځوس جرمني عسکر په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.