پوسټ کوډ 31653
نیټه خپرول: 12 کال عمر

د افغانستان ایران او پاکستان سرمشریزه په نوامبر کې جوړیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت قایم مقام شلمان بشیر نن په اسلام آباد کې د ایران د خارجه وزارت د آسیا او اقیانوسیه د چارو له مرستیال محمد مهدي اخوند زاده سره په کتنه کې وویل د ایران ، افغانستان او د پاکستان د ولسمشرانو دري اړخیزه غونډه به راتلونکې نوامبر میاشت وشي .
د پاکستان د خارجه وزارت قایم مقام زیاته کړه د ایران ، افغانستان او پاکستان دري اړخیزه ملګرتیا دسیمې د آمنیت په ګټه ده او د اوسنۍ سویې په نسبت باید د دري واړو هیوادونو اړیکې زیات شي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت د آسیا او اقیانوسیه د چارو له مرستیال محمد مهدي اخوندزاده هم د پاکستان او ایران دوه اړخیزو مسئلو ته په اشاري سره او د دواړو هیوادونو د ګډو پولو د امنیت په پیاوړتیا ، د شر اچوونکو له خوځښتونو په مخنیوي او له ترهه ګرو سره په مبارې ټینګار وکړ وکړه .
هغه د ایراني دیپلومات حشمت الله عطارزاده د زر تر زره خوشي کولو لپاره د پاکستانیو مسئولانو د جدي هڅو غوښتنه وکړه .
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت د آسیا او اقیانوسیه د چارو مرستیال په دوه ورځنې سفر پاکستان ته تللی او ټاکل شوي نن د پاکستان د ولسمشر په شمول د اسلام آباد له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري .