پوسټ کوډ 30671
نیټه خپرول: 12 کال عمر

کرزی: ترهګر وځپئ چې اقتصاد پرمخ ولاړ شي

تمه کېږي چې افغان ولسمشر حامد کرزی نن (چهارشنبه، د غويي 23 مه) په درېيم سيمه ييز اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړ .
افغان ولسمشر په اسلام اباد کې د اقتصادي پراختيا د کنفرانس پرانيستلو پرمهال د ګاونډيو هېوادونو هرکلی وکړ او د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني څخه يې مننه وکړه، چې د غونډې کوربه توب يې وکړ .
نوموړي وويل چې په سيمه کې د اقتصادي پرمختيا په مخ کې ګڼ شمېر خنډونه شته، چې ناامني يې تر ټولو لوی دی .
افغان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزير د کنفرانس پر ګډونوالو غږ وکړ، چې په سيمه کې د اقتصادي پراختيا لپاره پانګوال وهڅوي .
نوموړي وويل چې : (( موږ په خپل هېواد د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ځينې ګامونه اخيستي، او تل کورني او بهرني پانګوال هڅوو چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي .
د افغانستان سړکونو جوړول، ترانسپورتي اسانتياوې ډېرول او د مخابراتي اغېزمنو شبکو ته وده ورکول په هېواد کې له اقتصادي پراختيا سره ډېره مرسته کوي . ))
افغان چارواکو د دغه کنفرانس د جوړېدو موخه د افغانستان او سيمې د هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاريو د ودې او پراختيا پر سر خبرې اترې بللې دي .
د چارواکو په وينا د دغه کنفرانس ترڅنګ به د افغان او پاکستاني سوداګرو په ګډون افغانستان ته د توکو د لېږدولو په لارو چارو د بحث لپاره يو بل کنفرانس هم جوړ شي چې ولسمشر کرزی به هم په کې ګډون وکړي .
ټاکل شوې ده، چې په دې کنفرانس کې به د نړيوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د ژمنه شويو مرستو په اړه هم خبرې وشي .
بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط هم ويلي چې په دې غونډه کې به افغانستان کې د اقتصادي پراختيا پر لارو چارو خبرې وشي .

په ياد شوي کنفرانس کې به د اسلامي پراختيايي بانک او اروپايي ټولنې پر استازيتوب سربېره د سعودي عربستان، فرانسې، کاناډا، چين او يوشمېر نورو هېوادونو اقتصادي چارواکي او استازي هم ګډون وکړي .
د پاکستان د ماليې وزرات چارواکو ويلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيت په يوه ګډ ميکانيزم هم خبرې وشي، چې په وينا يې پخوانی تړون ډېر زوړ دی او اوس دواړه هېوادونه په شوي تړون کې بدلون ته اړتيا لري .
تر دې وړاندې (د تېرکال د کب په لومړۍ نېټه ) هم افغان ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته په يوه رسمي سفر تللی و .