پوسټ کوډ 221572
نیټه خپرول: 2 میاشت عمر

د پکتیا امنیه قوماندان طالبانو ته: که له جګړې لاس وانخلئ، ځپلو ته مو تیار یو

د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د هر ډول بریدونو پر وړاندې چمتوالی څرګند کړ.

پرون (سه شنبه، ۲۶ د کب) د پکتیا په امنیه قومنداني کې جګړې ته د امنیتي ځواکونو د چمتوالي په یوې غونډه کې د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر وسله والو طالبانو ته خبر داری ورکړ، که له جګړې لاس وانخلي، د ځپلو لپاره یې دوی هم پوره چمتوالي لري. 

امنیه قومندان نجیب الله سرتېر زیاته کړه، چې د پکتیا د امنیت تامین لپاره یې په ځانګړي پلان کار کړی، چې په عملي کېدو سره به د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې لا سمون راشي.

امنیه قومندان نجیب الله سرتېر وویل: «که وسله وال مخالفین سولې ته غاړه کېنږدي، زمونږ زړور سرتیري دې ته چمتو یو، چې هغوی وځپو او ولس د دوی له شر څخه په امن کې کړو، نو مونږ د نوي کال په موخه پلان چمتو کړی، چې د دې پلان په عملي کېدو سره به د دښمن هر ډول شوم اهداف له منځه ولاړ شي.»

نجیب الله سرتېر وايي، وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان بایللی او د هدفي بریدونو له لارې اوس په سیمه کې نا امني جوړوي. 

د نوموړي په خبره، چې په ناامنه سیمو کې به له اړتیا سره سم د امنیتي ځواکونو نوې پوستې هم ځای پر ځای کړي. 

سرتېر زیاتوي: «د هیواد او ولس دوښمنانو زمونږ د زړ ورو امنیتي ځواکونو سره اوس د مخامخ جګړې توان نلري او په ځینو سیمو کې د هدفي بریدونو او ملکي وګړو د ځورونې له لارې غواړي، نا امني جوړه کړي او زمونږ وطنوالو ته مزاحمت وکړي، دوی به نور هم ځپل کیږي او زمونږ د ځواکونو ښکار به ګرځي، بله دا چې د سولې خبرې هم دوام لري، د سولې کار زمونږ د سیاسیونو دی، مونږ به تر هغو له خپلې خاورې ساتنه او د دوښمن پر وړاندې جګړه کوو، چې مخالفین سولې ته نه وي حاضر شوي.»

جوړو شویو مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو سرتیرو چې خپل نظامي تطبیقات یې ترسره کول، له اطلاعات روز سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د وسله والو طالبانو د هر ډول حملو پر وړاندې چمتوالی لري.

د دوغو سرتېرو له ډلې لومړي صاتنمند محمد ولي وویل، په ځانګړو عصري وسلو سمبال دي او د وسله والو طالبانو پر وړاندې د هر ډول عملیاتو لپاره چمتوالی لري. 

محمد ولي وایي: «مونږ په پوره توان خپل ولس ته دا ډاډ ورکوو، چې ستاسو بچیان اوس کولی شي، چې د دوښمن پر وړاندې جګړه وکړي، مونږ پوره اماګي لرو، سپکې او درنې وسلې راته راکړل شوې او کولی شو، چې په هر ډول عملیاتو کې برخه واخلو.»

د ځانګړو ځواکونو یو بل سرتیري جمال ناصري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هغه وسله وال کسان، چې د افغان حکومت پر وړاندې یې اوسنۍ جګړه پیل کړې، دوی د ګاونډي هیوادونو له خوا حمایه کیږي، چې افغان ځواکونه به یې له منځه وړي او د دوی د ورانیو مخه به نیسي. 

ناصري داسې وايي: «د دې ولس او خاورې لپاره به شپه او ورځ تر هغو د ولس آرامه ژوند او خاورې ساتنې لپاره هڅې کوو، چې په بدن کې مې یو څاڅکی وینه هم و اوسي، ولس دې ډاډه اوسي، چې د دوی د ساتنې لپاره افغان ځواکونه شتون لري او کولی شي، چې دوښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.»

که څه هم له څه مودې راهسې د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې پیل شوې، خو د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمد لرحمان قادري اندیښنه څرګندوي او وايي، که د سولې پیل خبرې له ستونزو سره مخ شي، د هیواد د نورو ولایتونو سربېره به په پکتیا کې هم جګړه زور واخلي، هغه له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې له روانې خپلمنځي جګړې لاس واخلي. 

د ولایتي شورا غړي محمد الرحمان قادري وویل: «له یو خوا که وګورو د سولې روانو هڅو ته هیله مند یو، خو بل لورته په هیواد کې د جګړې شدت زمونږ سره اندیښنې هم را پيدا کړې دي، که د سولې په روانو هڅو کې کوم مشکلات رامنځته شي، نو لرې نه ده، چې پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې به جګړه لا شدت پیدا کړي، خو زمونږ غوښتنه له وسله والو طالبانو دا ده، چې له دې خپلمنځي وژنو باید لاس واخلي او په یو ټغر او په ګډه له خپلو افغانانو وروڼو سره ژوند پیل کړي، بل لورته مو له افغان چارواکو هم دا غوښتنه ده، چې له توندو او جګړیزو څرګندونو لاس واخلي او د سولې په خاطر په خپلو څرګندونو کې نرمښت راولي.»

افغان ځواکونه پکتیا کې په داسې مهال جګړې ته د چمتوالي ډاډ ورکوي، چې معمولا د هوا له ګرمېدو سره سم هر کال په ټول هیواد کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه زور اخلي.