حمدالله محب له خپل ایراني سیال سره تهران کې وکتل
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن په تهران کې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا له مرستیال علي شمخاني سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر اړوندو موضوعات، د افغانستان سولې بهیر او سیمه ییزو تغیراتو په اړه دوه اړخیز بحثونه کړې دي.
دغه راز ویل کېږي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تهران ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر احمد جواد ظریف سره هم وګوري.
دغه راز تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي هم افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د نورو افغان چارواکو ترڅنګ د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي وو.
د یادونې ده چې حمدالله محب ایران ته د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د مرستیال علي شمخاني په رسمي بلنه تللی دی، هغه تر دې وړاندې ازربایجان ته تللی و او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره دوه اړخیز بحثونه کړي وو.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان او ایران ولسمشرانو د خواف ــ هرات د اوسپنې پټلۍ د پرانیستې کېدو د مراسمو پر مهال وویل، د دواړو هېوادونو په اړیکو او اقتصادي پرمختیا ټینګار شوی وو.