پوسټ کوډ 194231
نیټه خپرول: 6 میاشت عمر

زابل کې د واده پر موټر چاودنه شوې ۱۱ تنه یې وژلي

د زابل ولایت مرکز کې د واده پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې ۱۱ ملکیان پکې وژل شوي دي.

دا چاودنه نن سه شنبه له غرمې وروسته درې بجې د کلات ښار کیشانو سیمه کې شوې ده.

د زابل د والي ویاند، ګل اسلام سیال وايي دا ماین د وسله والو طالبانو له لور د سړک پر غاړه ایښودل شوی و.

په پيښه کې ۷ نور کسان ټپيان شوي دي، چې میرمنې او ماشومان هم پکې دي.

وروستیو څو اونیو کې د چاودنو او ډلییزو بریدونو پيښې زیاتې شوي دي.

نن په خوست او کابل کې هم ډلییز برید او چاودنه شوې چې لسګونه کسانو پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.