پوسټ کوډ 182706
نیټه خپرول: 7 کال عمر
د کابل ښار په اتمې حوزه کې د کرنې وزارت پر موټر چاودنه شوې ده
د کابل ?ار د اتم? حوز? ا?وند سيمه ک? نن سهار د کرن? وزارت پر مو?ر چاودنه شو? ده.
د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند سيمه کې نن سهار د کرنې وزارت پر موټر چاودنه شوې ده.د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې؛ په دې چاودنه کې د کرنې وزارت یو شمیر کار کوونکي ټپیان شوي؛ خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل.تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.تر دې څو میاشتې مخکې د کابل ښار د کارته نو سیمه کې هم د ملي اردو پر کاسټر موټر چاودنه شوې وه؛ چې د یوه خبریال په ګډون څلور کسان په کې ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.