پوسټ کوډ 158857
نیټه خپرول: 1 کال عمر

د کرونا ویروس له وېرې امریکا له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري باسي

ان بي سي شبکې د درې لوړپوړو امریکايي چارواکو له قوله راپور خپور کړی، چې د امریکا ولسمشر د کرونا ویروس له وېرې غواړي له افغانستان څخه خپل ټول سرتېرۍ وباسي.
راپور کې راغلي چې ولسمشر تړمپ د کرونا ویروس له امله افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه اندېښمن دی، او غواړي چې خپل سرتېري ژر تر ژره کور ته ستانه  کړي.
د امریکا پوځي چارواکي وايي، افغانستان کې د کرونا ویروس په اړه کره شمېره  نه ښودل کېږي، او ښايي د یاد ویروس د مثبتو پېښو شمېر لس برابره د هغه وي چې افغان حکومت یې خپوروي.
افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر کې ډېروالی راځي، چې له همدې امله تړمپ د خپلو سرتېرو په اړه اندېښنه ورولېدلي، او غواړي خپل سرتېري له افغانسان څخه وباسي.
اوس مهال افغانستا کې شاوخوا لس زره امریکايي سرتېري مېشت دي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس ټاکل شوې ټول شمېر امریکايي ځواکونه په څوارلس میاشتو کې افغانستان پرېږدي.