پوسټ کوډ 128229
نیټه خپرول: 2 کال عمر

کندهار شاه ولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو کې سیمه ایز پولیسو او طالبانو نښته

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی وايي، تېره شپه ۱۱ بجې وسله‌والو طالبانو د ارغنداب پر خانه ګرداب او د شاه ولیکوټ د سربند پر پوستو بریدونه کړي چې په نتيجه کې یې یو محلي پولیس او درې وسله‌وال وژل شوي، یو محلي پولیس او دوه وسله‌وال ټپيان شوي دي. وسله‌والو طالبانو که څه هم تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په یوه پیغام کې يې ادعا کړې چې پرون‌یې په میوند ولسوالۍ کې درې پولیس وژلي دي.