کابل ښار کې د پولس ځواکونو پر موټر چاودنه شوې
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، پي?ه تيره شپه د کابل ?ار ا?وند په سينما پامير سيمه ک? رامن?ته شو? ده.
په پلازمینې کابل ښار کې د پولیس ځواکونو پر یوه موټر د ماین چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، پیښه تیره شپه د کابل ښار اړوند په سینما پامیر سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د پولیس په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی مقناطیسي ماین وچاودید.
د ښاغلي دانش په وینا، په دغه چاودنه کې د ملي پولیس څلور سرتیري ټپیان شوي دي.
د پیښې مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې به غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په کابل ښار کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې یوه تن ووژل شو.
د چارواکو په وینا، پیښه له غړمې مخکې د کابل ښار اړوند په بني حصار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه ځانمرګي بریدګر یوه امنیتي پوستې ته څېرمه خپل چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړه.