پوسټ کوډ 99807
نیټه خپرول: دوشنبه 1 لیندۍ 139512:12

زموږ په هېواد کې کورنۍ جګړه نه،نړیواله جګړه روانه ده

ولسمشر غني نن(د لیندۍ په ۱۷ نېټه)د کابل د لویې جرګې په تالار کې وویل چې په افغانستان کې کورنۍ نه بلکې نړیواله جګړه روانه ده.ولسمشر غني چې د ځوانانو په منځې وینا کوله وویل چې د افغانستان دښمنانو تېر کال هڅه لرله چې حکومت نسکور کړي.
ولسمشر غني د سلګونو تحصیلي ځوانانو په منځ کې وویل چې دښمنانو خبر واوسئ چې افغانستان د زمریانو کور دی او هغوی به وخوري.
ولسمشر غني داسې وویل:«موږ په کورنۍ جګړه کې نه یوو،بلکې زموږ په هېواد کې نړیواله جګړه ده.د حق او باطل جګړه ده او حق تل پر باطل پېروز دی! موږ پر حقه یوو.»
ولسمشر غني زیاته کړه:«د افغان دولت دښمنان فکر کوي چې په ۱۳۹۴ کل کې حکومت یا افغان دولت پای مومي؛خو دغه هیله به ګور ته یوسي.ځوانانو له ملي پوځ،پولیسو او امنیت سره له یوځای کېدو سره د هېواد پایښت تأمین کړ.۹۵ کال د ملت د پایښت کال وه او موږ په دفاع کې منسجم وو،دښمن چې هر څه لرل را برسېره یې کړل او یرغل یې وکړ،خو په هغه ځای کې چې زمریان دي بې خبره دې را نه‎شئ چې خورو مو.»
ولسمشر غني په سیمه کې د افغانستان د حساس موقعیت له امله تل له کړکېچ سره مخامخ بولي او وايي ددې کړکېچ د مدیریت لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.
ښاغلی غني زیاتوي په اوسني وخت کې افغانستان د نړۍ د هېوادونو د پام وړ دی او ژمنه کوي چې ځوانان به ښه راتلونکی ولري.
ولسمشرغني د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د زده‎کړیالانو په منځ کې را څرګند او وینا یې وکړه.ښاغلي غني د وینا په سر کې اعتراف وکړ چې د لویې جرګې تالار ته د راتلو پر مهال،یوه ځوان ورته وویل:«د عوامو د غولولو لپاره دلته راغلی یئ»

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement