پوسټ کوډ ۹۹۷۱۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۳۹۵ ۱۸:۵۶

په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو قومندان له ۲۵ تنو سره د سولې له بهیر سره یوځای شو

د آوا دخبرګزاری له مخی : نوموړی زیاتوي چې هغه په پاکستان کې د ترهګرو په مرکزونو کې یې ۱۱ کاله پوځي او دیني زده کړې کړي او ۷ مخکې له خپلو یو شمېر ملګرو سره یې د وردوج په ولسوالۍ کې د دولت پر ضد ترهګریز فعالیتونه پيل کړل.
د طالبانو د استخباراتو قومندان قاري محراب‎الدین څرګنده کړه:«ما په پاکستان کې ۱۱ کاله زده کړې وې او ۷ کاله کېږي چې له طالبانو سره یم او زه له دولت سره په د طالبانو په ټولو جګړو کې په لومړۍ کرښه کې وم.»
هغه زیاتوي چې د بدخشان د ځینو برخو په ځانګړې توګه د وردوج او یمګان ولسوالیو په پرځېدو کې مهمه ونډه لرلې ده.
هغه مني چې د ډېر شمېر دولتي سرتېرو په سرپرې کولو او وژلو کې یې ونډه لرلې ده.
د طالبانو د حج او اوقافو رییس مولوي انعام‎الله وايي:«زه د طالبانو د حج او اوقافو رییس وم.په جګړو کې مې ګډون کړی او موږ ولیدل چې زموږ د هم ملګرو فکرونو بدلون کړی؛د اسلام په خلاف کار کوي؛ نو له دولت سره یوځای شوو.»
د طالبانو دغه پخوانی قومندان وايي چې د یوه طالب په څېر له خپلو کړنو څخه پښېمانه دی او له دې وروسته به د طالبانو په وړاندې وجنګېږي.
د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد څرګنده کړه:«د تېرو درې میاشتو په جریان کې تراوسه کابو ۱۰۰ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي او موږ هڅه کوو چې ډېر ژر چاڼیز عملیات پيل کړو.»
دم‎ګړۍ د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي که‎چېرې حکومت په دغو ولسوالیو کې د مخالفینو د له‎منځه وړلو لپاره عملیات پیل نه کړي،د پسرلي په پیل سره به د طالبانو له خوا به د بدخشان د ډېریو ولسوالیو د پرځېدو احتمال به ډېر شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement