پوسټ کوډ ۹۸۲۲۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ لیندۍ ۱۳۹۵ ۰۰:۲۷

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
ملي امنیت شورا په باقرالعلوم جومات پرونی تروریستي برید په سختو ټکو وغانده او د یادې پېښې د شهیدانو په حق کې د دعا په ترڅ کې یې د شهیدانو کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې ټپیانو ته د سالمې روغتیا هیله وکړه.
د ملي امنیت شورا د دغې دردناکې پېښې په خاطر د خپل ژور تاثر څرګندولو په ترڅ کې دا نه بښونکی عمل د افغانستان د دښمنانو کار، د بشریت ضد جنایت او د نفاق اچولو کوښښ وباله.
په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ننګرهار، ارزګان، فراه، کندهار، غور، فاریاب، بادغیس او کندز په اړه راپور وړاندې کړ.
ملي امنیت شورا د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنې د قدرداني په ترڅ کې د هېواد په کچه امنیتي تهدیدونه په هر اړخیزه توګه وارزول او د دښمنانو د نابودۍ او د تهدیدونو د پراختیا د مخنیوي په خاطر یې اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ملي امنیت شورا د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د نظامیانو د سرغړونو په ارزونې سره په دغو سیمو کې هر ډول تخطي د بین المللي حقوقو او موازینو خلاف او د اندېښنې وړ وبلله او اړوندو ارګانونو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې د سیمه ییزو پولیسو د اصلاحي پلان راپور په هر اړخیزه توګه وارزول شو او د سیمه ییزو پولیسو د اصلاحاتو بهیر ایجاد کې د پام وړ پرمختګونو څخه په مننې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه چې له مخکې څخه د تصویب شوي طرزالعمل مطابق د سیمه ییزو پولیسو د اصلاحاتو بهیر ژر نهایي کړي.
ارگ-ریاست جمهوری

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement