پوسټ کوډ ۹۸۱۵۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۳ لیندۍ ۱۳۹۵ ۰۰:۱۹

د پولیسو د اومې حوزې امر تر پلټنو لاندې دی

د اومې حوزې د پولیسو امر د دوشنبې په ورځ(د لیندۍ په ۱ ڼېته) د ۵۰ زره افغانیو د بډو اخیستو په تور ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:«دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده.د کورنیو چارو وزارت یو له کارونو څخه له فساد سره مبارزه ده او هغه بنسټونه چې د داشان پېښو د څېړلو مسؤولیت لري د دغې پېښې په اړه کار کوي.
اومې حوزې د پولیسو امر اوه میاشتې مخکي په دنده وګمارل شو او له هغه وړاندې د کورنیو چارو وزارت یو کارکوونکی وه.
د لویې څارنوالۍ جمشید رسولي وايي:هغه کسان چې د جنرالۍ ربته لري او یا هم د جنرالۍ په بست کې کار کوي،په هغه صورت کې چې دغه کسان د اداري فساد د پېښو مرتکب شي د هغوی پېښو ته رسېدنه له ادارې فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له صلاحیتونو څخه دي.
په تېرو دوو میاشتو کې د درنو جرمونو د څېړلو ریاست دوه لوړپوړي افسران د بډو اخیستو په تور نیولي دي.
د سیاسي چارو کارپوه پادشاه نینا وايي:د حکومت او ملت ترمنځ ستر واټن رامنځته شوی دی او لامل یې دا دی چې دولت تراوسه په دې نه دی توانېدلی د هغو کسانو مخه ونیسي چې په خپل ځان کې یې دي او فساد کوي او بډې اخلي.
له دې مخکې یو څارنوال چې د جنرالۍ رتبه یې لرله د بډو اخیستو په تور نیول شوی وه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement