پوسټ کوډ ۹۸۱۵۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۳ لیندۍ ۱۳۹۵ ۰۰:۳۲

ولسمشر غني د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي معرفي کړل

ولسمشر غني نن د(لیندۍ په ۲ مه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وویل چې د ټاکنیزو کمېسونو د غړو په غوراوي کې قومي انډول په پام کې نیول شوی، خو نوموړی ټینګار کوي چې یاد کمېشنران باید د سیاسي او قومي فشارونو لاندې رانه‎شي.
ولسمشر غني زیاته کړه:«موږ وتوانېدو چې د کمېسیونونو غړي په روڼتیا سره وټاکو د اصلاحاتو لپاره مو مهم ګام پورته کړ.
له اتلسو میاشتو وروسته د ملي یووالي حکومت دغه کسان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو په توګه غوره کړل.
نجیب الله احمدزي،عبدالقادر قریشي،ملیحه حسن،وسیمه بادغیسي،محاذالله دولتي،رفیع الله بیدار او گلا جان بدیع صیاد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو په توګه ګمارل شوي دي.
غلام دستیگر هدایت،عبدالبصیر فایض،غلام رضا روحاني، حمیرا حقمل او عبدالعزیزآریایي د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د نویو غړو په توګه لوړه وکړه.
دغو ۱۲ تنو لوړه وکړه.ولسمشر د نوموړي کمېسیون پر خپلواکۍ ټینګار کوي خو وايي چې کورني او بهرني بنسټونه به د دغو کمېسیونونو پر کار څارنه وکړي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو غوره کول د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک د عملي کولو نښه ده.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:د غوراوي کمېټې خپل کار ترسره کړل او نن یوه تاریخي ورځ ده.موږ توانېدلي یوو چې د اصلاحاتو په اړه خپله یوه ژمنه عملي کړو.
د ولسمشر دوهم مرستیال په ټاکنیز نظام کې پر اصلاحاتو او د برېښنايي پېژندپاڼو پر وېشلو ټینګار کوي او وايي د کمېسیونونو نوي غړي باید د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره تیاری ونیسي.
د ولشمسر دویم غړي په دې اړه څرګنده کړه:د دغو کمېسیونونو غړي باید د ټاکنو د ترسره کولو لپاره چمتووالی ونیسي او د ټاکنو د مهال وېش،د رایې ورکولو د کارټونو او په ټاکنو پورې په نورو تړلو مسایلو باندې کار وکړي.
په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل، له فساد سره مبارزه، د امنیت ټینګښت، د کاري زمینو برابرول او د بې وزلۍ کمول د ملي یووالي حکومت ژمنې څخه وې یوه دغه ژمنه له دوو کلونو وروسته عملي شوه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement