پوسټ کوډ 97996
نیټه خپرول: پنج شنبه 27 لړم 139515:27

د سرپل لپاره د طالبانو نومول شوی والي د خپلو ۱۰ ملګرو سره ووژل شو

د سرپل ولایت لپاره د طالبانو له‎خوا نومول شوی والي، مولوي نجیب‎الله چې د عطاالله په نامه یادېدو، له خپلو ۱۰ تنو ملګرو سره ووژل شو. له یاد ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو د ډلې دا غړي تېره شپه د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د سرپل ښار په آدرنګ برغلي سیمه کې وژل شوي دي. ویل کېږي چې دې کس څه موده مخکې د یوې ښځې د صحرایې محکمې محکمې حکم هم صادر کړی وه. د کورنیو چارو وزارت په سرپل ولایت کې د ترهګرو ځپلو په موخه دا عملیات ګټور بللي دي. خبرپاڼه وړاندې وايي چې د طالبانو دې وژل شوي غړي په سرپل ولایت کې ډېرو ترهګریزو بریدونو په طرحه کولو کې ونډه درلوده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement