پوسټ کوډ 97877
نیټه خپرول: سه شنبه 25 لړم 139509:47

د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو د مرکو لړۍ پیل شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د ټاکنیزو کمیسیونونو د هغو نوماندانو د مرکو لړۍ پیل کړه، چې د غوراوي کمېټې یې نهایي نوملړ تېره اونۍ جمهوري ریاست ته سپارلی وو. په ارګ کې د مرکو په دغه بهیر کې، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال فرید حمیدي، د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمد زمان سنګري او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون رئیس ډاکټر محمد قاسم هاشمزي هم حضور درلود. د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د غوراوي کمېټې له لوري د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو د ورسپارل شوي نهایي نوملړ څخه به تر ټولو وړ کسان په پوره دقت او شفافیت انتخاب شي. جمهوررئیس غني: موږ د ملګرو ملتونوسازمان د تعزیراتو په لېست کې د طالبانو د مشر ملا هیبت‌الله په ګډون د تروریستانو د نومونو د درج غوښتونکي یوو د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون غرمه د ګیرارډوان بوهیمن په مشرۍ د ملګرو ملتونو سازمان د تعزیراتو کمېټې پلاوي سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ګیرارډوان بوهیمن د یادې کمېټې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، موږ غواړو د سولې پروسې او هغه بانکي او پولي سیستم په کنټرول سره چې له لارې یې تروریستان تمویلېږي، د افغانستان دولت سره مرسته وکړو. همدارنګه هغه وویل، موږ غواړو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د تعزیراتو په لېست کې د طالبانو د مشر ملاهیبت الله په ګډون د تروریستانو دنومونو په زیاتولو کې ستاسو نظر واخلو. ښاغلي ګیرارډوان بوهیمن له حزب اسلامي سره د سولې بهیر په برخه کې د جمهوررئیس نظر وغوښت چې په رڼا کې یې نوي او عملي ګامونه پورته شي. جمهوررئیس غني کابل ته د یاد پلاوي له راتلو څخه په مننې وویل، د جرمي اقتصاد ستونزه چې له امله یې تروریستان تمویلېږي او لویه سرچینه یې نشه‌یی توکي دي په کار ده ټول پړاوونه یې لکه کرل، تولید، قاچاق او خرڅلاوو په پام کې ونیول شي او په دې برخه کې د بین المللي خبرو غوښتونکي یوو، څو له دغې لارې د تروریستانو د تمویل مخه ونیسو. جمهوررئیس وویل، د تروریستانو دویمه عایداتي سرچینه په ناقانونه توګه د کانونو استخراج دی، چې د ملي وحدت حکومت په تېرو دوو کالونو کې د دې لپاره نوي قراردادونه بند کړي، څو په دغه برخه کې د مدیریت ظرفیت رامنځته شي. محمداشرف غني وویل، جنګ پېچلی دی او د افغانستان جنګ کورنی نه دی، بلکې بېلابېل اړخونه لري چې دا مهال په افغانستان او سیمه کې شاوخوا ۳۰ فعالې تروریستې ډلې شته چې سیمه او نړۍ یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده، چې دغې پدیدې سره مبارزه کې یو منځمهاله سټراټيژي او پلان ته اړتیا ده. جمهوررئیس وویل، د ځینو هېوادونو په مقابل کې چې تروریستان تجهیزوي او هغوی ته امن ځایونه ورکوي باید واضح موقف ونیول شي او په دې اړه چې څنګه تورې پیسې سپینېږي او بیا تروریستانو ته رسېږي په بېلابېلو اړخونو دې کار وشي. جمهوررئیس غني تروریزم سره پر دوامدارې مبارزې د ټینګار تر څنګ له ملګرو ملتونو وغوښتل چې تروریزم ته د یو منځمهالي او اوږدمهالي تهدید په سترګه وګوري. هغه زیاته کړه: موږ غواړو د ملګرو ملتونوسازمان د تعزیراتو په لست کې د طالبانو د مشر ملا هیبت‌الله په ګډون د تروریستانو نومونه درج شي. جمهوررئیس له یاد پلاوي وغوښتل چې په یادو مسائلو د لا بحث لپاره دې یو عملي او همغږی میکانیزم جوړ کړي. جمهوررئیس غني د سولې په اړه وویل، موږ په هېواد کې پایداره سوله غواړو او په دې اړه له یوې څرګندې سټراټيژۍ سره چمتوالی لرو. د هېواد جمهوررئیس حزب اسلامي سره د سولې د توافق په اړه وویل، حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامې مندرجاتو ته ژمن یوو او د یادې موافقتنامې د تطبیق په برخه کې مو همکاري غواړو. محمداشرف غني د ملګرو ملتونوسازمان د تعزیراتو کمېټې له پلاوي وغوښتل چې له ښځو، ځوانانو او مدني ټولنې استازو سره هم وګوري. ورپسې د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې پلاوي د یادو مسائلو په اړه د جمهوررئیس له وضاحت څخه مننه وکړه وې ویل، د تروریزم د سرچینو د وچولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو یوو او زموږ نظارتي ټیم په راکړه ورکړه کې په دې باندې چې تورې پیسې څنګه په سپینو بدلېږي او نشه يي توکي څنګه د تروریستانو د تمویل لامل کېږي، تمرکز کړی دی. هغوی وویل، د تروریستانو د تمویل لویه سرچینه د نشه‌يي توکو ستونزه ده، چې دا یوازې افغانستان کې نه ده، موږ د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې دغه برخه کې همکارۍ ته چمتو یوو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement