پوسټ کوډ 97627
نیټه خپرول: سه شنبه 18 لړم 139521:36

په ننګرهار، کې ۱۱طالبانو کسیزه ډله دسولې له بهیر سره یو ځای شوه

دننګرهار امنیتی چارواکي ویلی دی، په یاد ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو ۱۱ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر ویلی دي، دغه طالب وسله وال له جګړې لاس په سر او خپلې وسلې یې پر ځمکه کېښودې. رسنیز دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سولې له بهیر سره دغه یو ځای شویو طالب وسله والو د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د دولت پر ضد وسله وال فعالیت درلود. په خبرپانه کي راغلی دي، دغه طالب وسله وال وروسته له هغې د سولې له پروسې سره یو ځای شول، چې د دوی په وینا ورته معلومه شوه، چې پيسې او وسلې د پاکستان څخه ورته راځي او د پردیو په اشاره جګړه کوي. خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد تر اوسه په دي اړه څه نه دي ويلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement