پوسټ کوډ 97550
نیټه خپرول: دوشنبه 17 لړم 139517:24

د کندهار ولایت کې ماین چاودنې شوي دي

دکندهار امنیتي چارواکي، په یاد ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوی کسان خبر ورګويی. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه د یکشنبه ورځ د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی رسنیوته وویل،دغه پیښه په داسی حالي کي را منځ ته شوي وه چی یو تن له خپل زوی او لور سره په موټر سایکل سپاره او د کور پر خوا روان و، چې د ماین ښکار شول. سرچینو زیاتیوی، چې په دغه چاودنه کې پلار، زوی او لور یې ۳ واړه وژل شوي. د کندهارولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند وایی، ماین تازه ځای پر ځای شوی وو، چې ولسي وګړي یې ښکار شول، خو تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement