پوسټ کوډ ۹۱۹۴۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲ غویی ۱۳۹۵ ۱۲:۱۲

ننګرهار کې ځانمرګي برید؛ یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار سیمه ایز چارواکي وايي چې ددغه ولایت غني خیلو ولسوالۍ کې د یوه کلنیک مخې ته ځانمرګي برید شوی چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی د پیښې پخلي کوي او وايي چې په دغه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او یو پولیس او د څلورو ماشومانو په ګډون نه نور ملکي وګړي ټپیان دي.

د راپورونو له مخې پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې سیمه ایزو پولیسو تلاشي کوله.

سرچینه زیاتوي چې یاده پیښه په غني خیلو ولسوالۍ د یوه روغتیايي کلنیک ته څېرمه راپیښه شوې چې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او یو پولیس او د څلورو ماشومانو په ګډون نه نور ملکي وګړي ژوبل دي.

تر دې دمه د پیښې مسوولیت کوم کس یا کومه پر غاړه نده اخیستې، خو تر ډیره د ورته بریدونو پړه پر طالب وسلوالو اچول شوې.

دوه ورځې وړاندې هم د همدې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو په مرکز باندې ځانمرګي برید شوی چې د قومندان دهقان په ګډون اوه تنه ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان وو.

ویل کیږي چې د دې پیښې پړه طالبانو پر غاړه اخیستې.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement