پوسټ کوډ ۹۱۶۹۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۰ غویی ۱۳۹۵ ۱۰:۵۴

اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د اساسي قانون او د جزا د قانون د حکمونو

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني د اساسي قانون او د جزا د قانون د حکمونو، د اسلام د مبين دين د لار?وونواو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ?ولو الزاميتونو مطابق د تره?ريزو بريدونو د قربانيانو د کورنيو مکررو غو?تنو ته په پام د سن?ينو جرمونو او د ملکي و??و او عامه امنيت پر ضد د جنايتونو د شپ? تنه مرتکبينو د اعدام حکم د شپ? جلا قضيو د عاملينو په تو?ه توشيح ک?ي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  د اساسي قانون او د جزا د قانون د حکمونو، د اسلام د مبین دین د لارښوونواو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ټولو الزامیتونو مطابق د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کورنیو مکررو غوښتنو ته په پام د سنګینو جرمونو او د ملکي وګړو او عامه امنیت پر ضد د جنایتونو د شپږ تنه مرتکبینو د اعدام حکم د شپږ جلا قضیو د عاملینو په توګه توشیح کړی دی.

 دا حکم د افغانستان د بشري حقونو الزامیتونو ته په پام د محاکمو له دقیقې ارزونې او د بهیر له منصفانه او عادلانه بشپړېدو وروسته توشیح شوی دی. دا حکم نن عدلي او قضایي مراجعو د هېواد د قوانینو مطابق اجرا کړ.

 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او شخصاً جمهور رئیس د عدلي او قضایي شفاف، دقیق او عادلانه بهیر تطبیق ته په پام د عدالت تامین او د هغو مجرمینو په سزا رسولو ته ژمن دی چې ترهګریز او جنایي اعمال یې ترسره کړي او بې ګناه خلک یې شهیدان کړي، عامه امنیت او مصونیت له خطر سره مخامخوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement