پوسټ کوډ ۹۱۳۷۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ غویی ۱۳۹۵ ۱۱:۴۵

جمهور رئیس غني د چک جمهوریت لومړي وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د چک جمهوریت لومړي وزیر بوهو سلاف سوبوتکا او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې د همکاریوپه هکله بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د چک جمهوریت لومړي وزیر ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له افغانستان سره په امنیتي او د بیارغاونې برخو کې د هغه هېواد له همکاریو څخه مننه وکړه او همدارنګه یې په تېرو کلونو کې د ایساف په چوکاټ کې د هغه هېواد د ځواکونو  قرباني وستایله.

جمهور رئیس غني د افغانستان او چک جمهوریت اړیکې تاریخي وبللې او وې ویل، د چک جمهوریت ځواکونو په افغانستان کې د بیا رغاونې او د امنیت د تامین په برخو کې ارزښتناک فعالیتونه لرل.

جمهور رئیس غني د وارسا او بروکسل ناستو ارزښت ته په اشارې وویل، د افغانستان حکومت به په دې ناستو کې له پلان او لاسته راوړنو سره ګډون وکړي او دا ډاډ وجود لري چې د چک په ګډون به نور هېوادونه هم د افغانستان د دریځ ملاتړ وکړي.

جمهور رئیس وویل، موږ له سیمه ییزې او نړیوالې ترهګري سره مخ یوو او د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په فرانسه، بلجیم او ترکیه کې وروستیو بریدونو ته په پام دا خطر جدي ونیسي.

د هېواد جمهور رئیس د چک له لومړي وزیر وغوښتل چې د هغه هېواد پانګوال او تاجران د سوداګري، زیربنایي او ښار جوړولو په برخوکې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي. هغه ټینګار وکړ،  چې افغان تاجران په دې برخه کې د چک تاجرانو او پانګوالو سره همکاري ته تیار دي.

د هېواد جمهور رئیس همدارنګه د چک جمهوریت لومړي وزیر څخه وغوښتل چې د د افغانستان هوایي ځواکونوسره دهلیکوپترو د ترمیم په برخه برخه کې همکاري وکړي او په دې برخه کې یو تخنیکي ټیم افغانستان ته راواستوي.

د چک جمهوریت لومړي وزیر کابل ته د خپل راتګ په اړه خوښي څرګنده کړه او د خپل هېواد په استازیتوب یې له افغانستان سره په نظامي او د بیارغاونې په برخوکې د همکاریو د ادامې ډاډ ورکړ. هغه وویل، د چک او افغانستان تر منځ د همکارۍ د زیاتوالی په خاطر به ډېره ژر په مزارشریف کې د چک هېواد قونسلګري پرانیزي.

هغه په ژمنتیا وویل، چې هېواد به یې د افغان پیلوټانو د روزنې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي او د افغان پیلوټانو شمېر به له ۵۰ څخه ۱۰۰ ته لوړ کړي.  

ښاغلي سوبوتکا څرګنده کړه، په نږدې راتلونکي کې به د چک جمهوریت د دفاع وزارت پلاوی کابل ته راشي او د امنیتي مسایلو او ګډو همکاریو په هکله به له افغان مقاماتو سره خبرې وکړي.

د چک لومړي وزیر جمهور رئیس ته بلنه ورکړه، چې چک جمهوریت ته سفر وکړي. جمهور رئیس د نوموړي بلنه ومنله او وې ویل په مناسب فرصت کې به یاد هېواد ته سفر وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement