پوسټ کوډ ۹۱۰۹۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۳۰ وری ۱۳۹۵ ۱۷:۵۸

حامد کرزي کابل کې د روسیې، ایټالیا او قزاقستان له سفيرانو سره ليدلي

مخکني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې، ایټالیا او قزاقستان له سفیرانو سره لیدلي دي.
د حامد کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړي د روسیې له سفیر الکساندر منتیتڅکي سره په لیدنه کې د روسې له حکومته مننه وکړه، چې دی یې د روانې میاشتې په پای کې په مسکو کې د امنیت کنفرانس ته بللی دی.
مخکني ولسمشر د قزاقستان له سفیر عمرتای بیتیموف څخه هم ځکه مننه کړې، چې ده ته یې په استانه کې د اسیا اروپا په ګډه خبري غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي همدا راز د ایټالیا له سفیر لوسیانو پیزوتي سره، چې په کابل کې یې دنده پای ته رسیدلې خدای پاماني وکړه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement