پوسټ کوډ ۹۰۹۶۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۳۰ وری ۱۳۹۵ ۱۷:۳۲

د افغانستان په شمال کې د«طالبانو» دري مشران وژل شوي دي

د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت په شا او خوا کې د جګړو پر مهال د «طالبانو» سخت دریزه ډلې دري پیژندل شوي قوماندانان، ملا صدام، محب الله حقیار او حبیب ناصري(قاری حبیب) وژل شوي دي.

د سیمې پوځیانو رسنیو ته خبر ورکړی، چې د قوماندان حبیب ناصري سره پینځه تنه نور وسله وال د کندوز د جرګذر په سیمه کې له منخه تللي دي، ملا صدام او هغه سره ۸ جګړه ماران د یاد ولایت د کته خيل په سیمه کې او محب الله حقیار چې د مینونو د ایښودلو د چارو کارپوه ګڼل کیده، د خپلو شپږو نورو جګړه مارانو سره یو ځای د تاجکستان پولې سره په نژدې سیمه کې وژل شوی دی.

په خبر کې ویل کېږي، چې ددغو جګړه مارانو مړي د جړې په ډګر کې پاتي شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د پیښې په هکله څه ویلي نه دي.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement