پوسټ کوډ ۹۰۹۱۸
نیټه خپرول: شنبه ۲۸ وری ۱۳۹۵ ۱۱:۵۹

هېواد کې د قاضیانو د

د هېواد په ټولو محکمو کې د کابو ۵۰۰ قاضیانو د بدلون او لرې ګوښه کولو بهیر پيل شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايې تر دې دمه د ۱۲۵ قاضیان بدل شوي دي او یا هم پر نویو سمتونو ګمارل شوي دي.
په همدې حال کې د اروپایي ټولنې په یوې نظرپوښتنه کې راغلي دي چې د افغانستان قضايي نظام تر ټولو فاسد نظام دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، دوا خان مینه‎پال وایي:"نوې طرحه چې د سترې محکمې له لورې ولسمشر ته وړاندې شوې ده، د ۵۰۰ قاضیانو د بدلون او ګوښه کولو موضوع ده. تر هغه ځایه چې ولسمشر واک لري، ۱۲۵ قاضیان بدل شوي دي."
دا ویناوې په داسې حال کې کیږي چې داروپايي اتحاديې یوه نوې نظر پوښتنه څرګندوي چې د هېواد قضايي نظام د افغانستان د خلکو له‎خوا د دولت تر ټولو فاسده برخه پیژندل شوې ده.
د دغې نظر پوښتنې له مخې دوه ۸۲سلنه پوښتل شویو ویلي دي چې په قضايي ادارو کې له فساد سره مخامخ شوي دي او یواځې ۱۸ سلنو ویلي چې په قضايي ادارو کې له فساد سره نه دي مخامخ شوي.
په همدې حال کې ۸۰ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې له سزا د معافیت تر ټولو ستره ستونزه ده.
د سیاسي چارو کارپوه، سعیدي وایي:تر هغه وخته پورې چې عدلي او تعقیبي ادارې پاکې نشي، په افغانستان کې به فساد دوام ولري او هېڅوک هم نشي کولی چې م خه یې ونیسي."
د ولسي جرګې غړې،ریحانه آزاد څرګندوي:"هېواد کې لویه ستونزه له مجازاتو معافیت دی."
د ولسي جرګې بله غړې،صفیه ایماق هم وایې:"د ولویې څارنوالۍ اوقاضي القضات په کار راتلو سره هیله لرو چې مثبت بدلون رامنځته شي."
افغانستان تر اوسه هم د نړۍ له تر ټولو فاسدو هېوادونو په ډله کې دی. د ملي یوالي حکومت مشرانو په وار وار د دغې ستونزې پر لمنځه وړو ټینګار کړی خو تر اوسه د فساد سترو دوسیو لکه د کابل بانک، د زیرک ښاروګوټي او ښارجوړولو چارو وزارت دوسیې په بشپړه توګه نه دي څیړل شوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement