پوسټ کوډ ۹۰۲۷۳
نیټه خپرول:
دوشنبه ۹ وری ۱۳۹۵
۱۰:۳۹
- 0 څرګندونه
- چاپ
دوي ته د افغانانو ژوند، افغانستا
د طالبانو جګړه د دولت نه، بلکي ملت پر ضد جګړه ده
دوي ته د افغانانو ژوند، افغانستان او دا جغرافيه هي? اهميت نه لري. دا هيوادونه د افغانانو ?خه د جن? د سون توکو په تو?ه استفاده کوي. دافغانستان ?خه د جن? جغرافيه جو?وي، خو د ?اون?يو هيوادو دا تيوري، مفکوره او ذهنيت نتيج? ته نه رس??ي.
په هيواد کي اوسنۍ روانه جګړه تحميلي، تپل سوې او د ګاونډيانو د ګټو لپاره ترسيم او ډيزاين سوې جګړه ده. په ګاونډيو هيوادونو کي د افغانانو د جنګ د تداوم لپاره روزنتونونه او او داسي مدرسې شته، چي د ورځي په سلهاوو تروريستان توليدوي او صادروي. د سرچينو په اساس يوازي په پاکستان کي پنځوس زره داسي مدرسې سته، چي يوازي او يوازي پکښي د افغانستان لپاره جنګيالي روزل کېږي. په دې سيالۍ کي ايران او يو شمېر نور هيوادونه هم د پاکستان سره موازي او مساوي روان دي. ګاونډيو هيوادونو افغانستان د جګړې ډګر ګرځولی، ايران هم د پاکستان په څېر اوس مخامخ او نېغ په نېغه د افغانستان په کورنيو چارو کي مداخله کوي، ځکه چي ملا اختر محمد منصور اوس د پاکستان پر ځاى په ايران کي اوسيږي. د ملامحمد رسول سره هم ايران مستقيماً تسليحاتي او مالي مرستي کوي. په هر صورت ايران، پاکستان، روسيه او داسي نور هيوادونو خو په افغانستان کي د خپلو شخصي منافعو لپاره هر څه کوي.
دوی ته د افغانانو ژوند، افغانستان او دا جغرافيه هيڅ اهميت نه لري. دا هيوادونه د افغانانو څخه د جنګ د سون توکو په توګه استفاده کوي. دافغانستان څخه د جنګ جغرافيه جوړوي، خو د ګاونډيو هيوادو دا تيوري، مفکوره او ذهنيت نتيجې ته نه رسېږي. ګاونډي هيوادونه به د افغانانو په تېر تاريخ خبر وي، چي په دې هيواد کي د ډېرو زورورو ککرۍ ماتي سوي، ډېري مغروري طاغوتي او استبدادي مفکورې ښخي سوي. نن هم په دې ملت کي هغه قوت سته، اوس هم دا ملت په مټو کي دا زور او په ککريو کي دا شور سته، چي د هيواد د دښمنانو شمزۍ ماتولای سي. طالبان، القاعده، حقاني او داسي نوري ټولي تروريستي شبکې د ګاونډيو هيوادونو پروژې دي. دې ته ورته په لسګونو ډلي ګاونډيو هيوادونو د افغانستان د جګړې د تداوم لپاره استخدام کړي دي. د جګړې ډګر تود دی او هره ورځ په لسګونو بېګناه افغان ماشومان، ښځي، سپين ږېري، علماء کرام، مخور، متنفذين او قومي مشران په شهادت رسيږي. طالبان او حقاني شبکه سره ددې چي پوهېږي، چي ددوی جګړه فقط د بېګناه ولسي وګړو د مرګ ژوبلي سبب ګرځي، خو بيا هم جګړه کوي او د ملت پروا نه لري. د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو په اوسنۍ روانه جګړه کي تر ټولو زيات مالي او ځاني تلفات ولسي وګړو ته اوړي. دا ټول ملت شاهد دی، چي په اروزګان کي د طالبانو جګړې تر ټولو ډېر څوک وځپل، ملت که دولت؟ په هلمند، مشرقي او شمالي ولايتونو کي جګړې ترټولو زيات څوک وځپل؟ په کندوز کي د جګړې اصلي قربانيان څوک وه؟ دا ډول مثالونه ډېر موجود دي. حقايق هيڅوک نه سي کتمانولای، ځکه چي د حساب او کتاب ورځ را روانه ده. کوم ملا، مولوي او مفتي دا فتوا ورکوي، چي د بېګناه او غير محاربو اشخاصو په نښه کولو ته جهاد وايي؟ طالبانو او حقاني شبکې د جهاد څخه فساد جوړ کړی، په اروزګان ولايت کي، چي د خلکو د کښتونو د حاصلاتو راټولولو وخت سو، نو دوی جګړه پيل کړه. ددغه ولايت د دهراود ولسوالۍ د اويا سلنه خلکو کښتونه د جګړې له امله وسوځېدل او يا هم له منځه ولاړل. دا جګړه خو د دولت پر ضد نه وه، ځکه دولت نه دی متضرر سوی. په دې جنګ کي خو مالي، ځاني او اقتصادي تاوانونه يوازي ولسي وګړو ته واوښتل. ولسي وګړو خپل کښتونه، کورونه باغونه او حاصلات پرېښودل. د خپلو اصلي هستوګن ځايونو څخه مهاجر سول، دولتي سرتېري اوس هم په دهراود ولسوالۍ کي په عالي روحيه او مورال مقاومت کوي او ولسوالي سقوط نه سوه. په هلمند کي هم بېګناه ولسي وګړي د طالبانو په جګړه کي په شهادت ورسېدل، کډوال سول او کښتونه يې پاته سول، خو هلمند سقوط ونه کړ. هلته اوس هم امنيتي سرتېري په کلک عزم د طالبانو په وړاندي جګړه کوي. د افغانستان په نورو ولايتونو کي هم طالبانو يوازي ملکي خلک په شهادت رسولي او مهاجر کړي، خو دولت ته يې تاوان نه دی رسولی. لنډه دا چي د طالبانو اوسنۍ جګړه د دولت نه، بلکي ملت پر ضد جګړه ده. ملت بايد خپل قاتلين تفکيک او درک کړي. ولسي وګړي بايد نور د خپل ځان او راتلونکي نسل د بقا په خاطر د خپلو امنيتي سرتېرو تر شا ودرېږي، ځکه امنيت او ثبات د ټولو ګډ مکلفيت دی، ځيني اشخاص چي خپل زامن د ديني زده کړو په موخه پاکستان او يا نورو ګاونډيو هيوادونو ته لېږي، بايد په خپل هيواد کي د خپل دولت سره په تفاهم هغوۍ ته د ديني علومو مدرسې او تدريس ځايونه جوړ کړي. زموږ د ديني علومو استادان تر چا کم نه دي، لله الحمد موږ تر ډېرو هيوادونو جيد، جمهور او مدرس علماء کرام لرو.