پوسټ کوډ ۸۹۹۹۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۵ کب ۱۳۹۴ ۱۱:۴۵

له سوریې څخه د روسی ځواکونو وتلو په اړه د چورکین څرګندونې

چورکين د خبريالانو په غون?ه ک? دد? په بيانولو سره چ? زمو? ?يپلوما?يک ار?ان د ه?و د پياو?تيا امر ترلاسه ک?ي تر ?و د سوري? د کشال? سياسي حل نتيجه ورک?ي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر، ویتالی چورکین پرون اعلان کړی چې له سوریې څخه د روسی ځواکونووتل، د سوریې د کشالې د حل بهیر د پیاوړتیا لپاره د مسکو د هوډ ښودنه کوی.

 چورکین د خبریالانو په غونډه کې ددې په بیانولو سره چې زموږ ډیپلوماټیک ارګان د هڅو د پیاوړتیا امر ترلاسه کړی تر څو د سوریې د کشالې سیاسی حل نتیجه ورکړی.

نوموړی اعلان کړی چې له دې وروسته په سوریه کې د روسیې پوځی شتون به ترډېره په سوریه کې د اوربند پر کنټرول را وڅرخی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر اعلان کړی چې موږ به په سوریه کې خپل امکانات وساتوو تر څو د نښتو پر بندولو څارنه وکړوو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین بیګا په ناڅاپی توګه د اوربند له رامنځ ته کېدو دوې اونۍ وروسته ، له سوریې څخه د روسی پوځیانو د یوې سترې برخې د وتلو خبر ورکړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement