پوسټ کوډ ۸۹۷۴۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۶ کب ۱۳۹۴ ۱۲:۱۵

طالبانو د سولې په مخامخ خبرو کې له ګډون نه انکار کړی

ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپا?ه ک? ويلي، چ? په د? خبرو ک? د طالبانو د نه ??ون لامل د امريکايي پو?يانو له لوري شپني عمليات، هوايي بريدونه، افغانستان ته د نورو بهرنيو سرت?رو راتلل او دغه راز د افغان ?واکونو له خوا د ج??? تشديد دي.


په دغه خبرپاڼه کې راغلي« دا چې له یوې خوا امریکایان افغانستان ته نوي تازه دمه ځواکونه را لیږي، په مختلیفو جبهو کې لاهم هوایې بمباردته دوام ورکوي او دشپي په چاپو کې په خپله ونډه اخلي, له بلې خوا دکابل ادارې په مختلیفو ولایتو نوکې جګړي پرا خي کړي دي او په سره ژمي یې په زرګونو کورنۍ دخپلو مېنو پرېښو دو ته اړ ایستلي دي, ورسره په څنګ کې دمذاکراتو او څلور اړخیزو غونډو جریان او تبلیغات هم ښه په قوت کې روان دي, دغه دوه متضاد حرکتونه په داسې حال کې جریان ته لویدلي دي چې داسلامي امارت سیاسي دفتر دمذاکراتو په اړه په جر یان کې نه دی اچول شوی او نه هم دافغاني مطرحو شخصیتونو غوښتني په پام کې نیول شوي دي.»

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په اسلام آباد کې د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډه او خبرو کې به ګډون ونه کړي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې خبرو کې د طالبانو د نه ګډون لامل د امریکايي پوځیانو له لوري شپني عملیات، هوايي بریدونه، افغانستان ته د نورو بهرنیو سرتېرو راتلل او دغه راز د افغان ځواکونو له خوا د جګړې تشدید دی.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي« دا چې له یوې خوا امریکایان افغانستان ته نوي تازه دمه ځواکونه را لیږي، په مختلیفو جبهوکې لاهم هوایې بمباردته دوام ورکوي او دشپي په چاپو کې په خپله ونډه اخلي, له بلې خوا دکابل ادارې په مختلیفو ولایتو نوکې جګړي پرا خي کړي دي او په سره ژمي یې په زرګونو کورنۍ دخپلو مېنو پرېښو دو ته اړ ایستلي دي, ورسره په څنګ کې دمذاکراتو او څلور اړخیزو غونډو جریان او تبلیغات هم ښه په قوت کې روان دي, دغه دوه متضاد حرکتونه په داسې حال کې جریان ته لویدلي دي چې داسلامي امارت سیا سي دفتر دمذاکراتو په اړه په جر یان کې نه دی اچول شوی او نه هم دافغاني مطرحو شخصیتونو غوښتني په پام کې نیو ل شوي دي.»
سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د طالبانو په استازیتوب هېچا ته اجازه نه ده ورکړې، چې د سولې په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
په یاده خبرپاڼه کې طالبانو یو ځل بیا پر خپل پخواني دریځ ټينګار کړی او ویلي دي تر څو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، طالب بندیان له بند او طالب مشران له تور لېسته نه وي ایستل شوي د سولې خبرې کومه پایله نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، پاکستان کې افغان سفیر او دغه راز پاکستاني چارواکو خبر ورکړ، چې د روانې مارچ میاشتې تر ۱۵ پورې به په اسلام آباد کې له طالب استازو سره مخامخ خبرې وشي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement