پوسټ کوډ ۸۹۷۳۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۶ کب ۱۳۹۴ ۱۷:۰۳

هغه ډلې چې سوله غواړې، سوله ک

ولسمشرغني د يکشنب? په ور? د ملي شورا د شپ?م کال په پرانيست غون?ه ک? وويل له طالبانو او حزب اسلامي سره د سول? ه?? ک??ي، خو د بهرنيو ج??ه مارو ?لو پرضد به ج??ه دوام وک?ي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت د سولې جدي اراده لري خو هغه ډلې چې جګړه کوي حکومت یې مقابلې ته پوره چمتوالی لري.

دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، ولسمشرغني د یکشنبې په ورځ د ملي شورا د شپږم کال په پرانیست غونډه کې وویل له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې هڅې کېږي، خو د بهرنیو جګړه مارو ډلو پرضد به جګړه دوام وکړي.

که څه هم ولسمشرغني د طالبانو له لورې د سولې په خبرو کې د نه ګډون په اړه څه ونه وویل خو وايي افغان حکومت د ښې راتلونکې لپاره هیلې لري او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په اسلام اباد کې د سولې د احتمالي خبرو پیل ګڼې هیلې راټوکولې وې، خو په دغو خبرو کې د طالبانو نه ګډون ممکن دغه بهیر له ننګونو سره مخ کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه :"زه د ځینو دوستانو د تشویش د لېرې کولو لپاره په وضاحت سره وایم چې که څه هم د سولې امید لرو او هڅه ورته کوو خو غافل نه یو او له هغه چا سره مقابلې ته پوره چمتو یو چې جنګ راباندې تحملیوي او شر جوړوي."

افغان چارواکي وایي، تمه ده چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د مارچ د میاشتې له لسمې تر پنځلسمې نېټې په اسلام اباد کې پیل شي خو طالبانو په دغه خبرو کې د خپل استازو ګډون رد کړی دی.

د طالبانو له لورې رسنیو ته په استول شوې اعلامیې کې طالبانو یو ځل بیا له افغان حکومت سره د سولې لپاره پر خپلو پخوانیو شرطونو تاکید کړی او د سولې بهیر یې بې ګټي بللی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د طالبانو له لوري وروستۍ اعلامیه مایوسونکې بولي.

ولسمشر محمد اشرف غني القاعده، داعش، د منځنۍ اسیا سخت دریځې اسلام پاله ډلې، له پاکستان سره نا اعلان شوې جګړه، طالبان او حزب اسلامي په افغانستان کې د جګړې د شپږو لویو عواملو په توګه یاد کړل خو وايي، یوازې له طالبانو او حزب اسلامي سره سوله کېږي او نورو ډلو سره به جګړه پرمخ ځي.

خو د ملي شورا یو شمېر غړي او خلک اندېښنه لري چې که له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې خبرې بریالۍ هم شي په افغانستان کې د تاوتریخوالی کمېدل به په لنډ کې مهال کې له امکان څخه لېرې دي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement