پوسټ کوډ 89714
نیټه خپرول: دوشنبه 17 کب 139414:57

د نشه يي توکو د کاروباریانو پر ضد عملیات کېږي

د امنيتي ادارو له خوا به په مرکز او ولسواليو ک? پر هغو ?ولو ?ايونو پو?ي عمليات وشي چ? هلته د نشه يي توکو کاروبار ک??ي او مرتکبين به ي? د قانون من?لو ته وسپارل شي.

د خوست چارواکي له دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتنه کوي چې د نشه يي توکو په مخنیوي کې د امنیتي ادارو سره مرسته وکړي.

دافغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، چارواکي وايي، د امنیتي ادارو له خوا به په مرکز او ولسوالیو کې پر هغو ټولو ځایونو پوځي عملیات وشي چې هلته د نشه يي توکو کاروبار کېږي او مرتکبین به يې د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د خوست والي حکم خان حبیبي په دې اړه اندېښنه څرګندوي چې په یاد ولایت کې هره اوونۍ تر لسو پورې ځوانان د چرسو په ګډون په بېلابېلو نشه يي توکو معتاد کېږي او په دې توګه هغوی د خپلو کورنیو او ټولنې پر اوږو بار ګرځي.

ښاغلی حبیبي د نشه يي توکو د پېراو پلور همدارنګه د استعمال په مخنیوي کې له امنیتي ادارو سره د ټولنې د مخورو خلکو د مرستې غوښتنه کوي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:"زموږ ګلالي ځوانان همدا اوس هم هره هفته کې نظر په ارقامو او احصایه باندې لس نفره په چرسو او نورو نشه يي توکو روږدي کېږي، تاسو مشرانو نه مې هیله داده چې د قومي عرف او رواج په چوکاټ کې په دغه ارتباط جدي مبارزه وکړئ، خپلو کلیو کې يې پرې نږدي، دا یوه هلاک کوونکې پديده ده، بدبختانه باید ووایم چې خوست کې هم ډېره ده، امنیتي ادارو ته هدایت داده چې په دې ارتباط جدي مبارزه وکړي، ټول هغه نقاط چې په ښار او ولسوالیو کې تثبیت شوي دي، عملیات به ورباندې کېږي او په هېڅ صورت قابل د بخښلو نه دي."

بل خوا په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي.

سره له دې چې په ټولو ولسوالیو کې کشفي او امنیتي ادارې موجودې دي، خو بیا هم په ځنو ښارګوټو او کلیو کې نشه يي توکي خرڅېږي او په دې سره د نشه يي توکو د کارونکو په شمېر کې ډېروالی راځي.

ښاغلي تڼیوال زیاته کړه:" په ټولو ولسوالیو کې کشفي ارګانونه وجود لري او هلته نشه يي مواد خرڅېږي، نو د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت، سرحدي پولیسو، د ګمرکاتو پولیسو، د لویو لارو پولیسو د دوی دغه دنده چې د هغه کوچنیو قاچاقبرانو چې نشه يي مواد خرڅوي، د دې په مخنیوي کې باید کلکه مبارزه وکړي."

د نشه يي توکو پر ضد مبارزه د پولیسو په مهمو دندو کې شمېرل کېږي، همدې ته په کتو د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت امنیتي ادارې د نشه يي توکو د هر ډول کاروبار پر خلاف جدي اقداماتو ته ژمنې بولي.

ده د نشه يي توکو د کاروبار د مخنیوي لپاره د ولس څخه وغوښتل چې په دې اړه امنیتي ادارو سره مرسته وکړي.

ښاغلي غیرت زیاته کړه:"زموږه بېدار پولیس کوښښ کوي چې د نشه يي موادو پلورونکي او قاچاقبران نیولي دي او نور به هم ونیسي، د قانون منګلو ته به يې وسپاري، هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د نشه يي توکو کاروبار وکړي، د خلکو نه مې هیله داده چې د خپلو خلکو سره همکاري وکړي، تر څو پولیس وتوانېږي چې خپل قانوني اجرات ترسره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم رسنیو سره په خبرو کې د خوست د مخدره توکو پر ضد ادارې چارواکو اندېښنه څرګنده کړې وه، که چېرې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره ټولې مسوولې ملکي او پوځي ادارې په خپلو کې همغږي او همکاري ډېره نه کړي، نو له یوې خوا به د نشه يي توکو اخیستل او خرڅول ډېر شي او بل لوري ته به په یاد ولایت کې پر نشو د روږدو کسانو ګراف هم لوړ شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement