پوسټ کوډ ۸۹۶۶۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۲ کب ۱۳۹۴ ۱۶:۴۱

افغانستان ښايي له ترکمنستانه د سولې خبرو د کوربه توب غوښتنه وکړي

افغان دولت به ?ايي له ترکمنستان ?خه وغوا?ي چ? له طالبانو سره د سول? خبرو د يوه پ?او کوربه توب وک?ي.


افغان دولت به ښایي له ترکمنستان څخه وغواړي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د یوه پړاو کوربه توب وکړي.
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ترکمنستان ته په خپل یوه ورځني سفر کې د هغه هېواد چارواکو ته ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د کوربه توب په برخه کې به د ترکمن چارواکو پر وړاندیز غور وکړي.
افغان چارواکي وایي، اوس چې له طالبانو سره د سولې خبرې ظاهراً یوه نوې پړاو ته ننوتلي، نو اړینه ده د سیمې هېوادونه ټول په دې بهیر کې مثبت رول ولوبوي او د سیمې په وړاندې ګډ ګواښ ته په ګډه ځواب ووایي.
د همدي هدف لپاره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ ترکمنستان ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې د خبرو پر مهال ویلي چې ښایې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیلېدو په صورت کې افغانستان له ترکمنستان څخه وغواړي چې ددې بهیر د یوه پړاو کوربه توب وکړي.
د افغانستان د سولې خبرو په برخه کې د همکارۍ وړانديز مخکي د ترکمنستان د حکومت له خوا شوی وو.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیوته وویل چې ښاغلي اتمر د ترکمنستان چارواکو ته ډاډ ورکړی چې پر دې وړاندیز به غور کوي:
"د هماغه وړاندیز په تعقیب باندې د افغانستان د دولت ځواب مثبت وو او دوی ته یې وویل چې د سولي مخامخ خبرې چې کله پیل شوې، د افغانستان دولت به ددې پروسې پرمخ وړلو په چارو کې د ترکمنستان پر وړاندیز غور وکړي، کېدای شي د سولي د مخامخ خبرو د بهیر یو پړاو په ترکمنستان کې ترسره شي."
تر دې وړاندې د ترکمنستان ولسمشر ویلي و چې هېواد یې چمتو دی د ملګرو ملتونو په حضور کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو کوربه وي.
افغان دولت د سولې خبرو پایلو ته خوشبیني ښودلې او تمه لري چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې به په پنځو شپږو ورځو کې په اسلام اباد کې پیل شي.
یو باور دا دی چې که له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې له پاکستانه ووځي نو کېدای شي کړکېچني شي، خو افغان چارواکي وایي، دوی به په دې برخه کې پر یوه ځانګړي ځای یا هېواد اتکا ونه کړي او د افغانستان د ثبات راوستلو لپاره د سیمې د ټولو هېوادونو رول مهم بولي.
ښاغلي غورځنګ وویل:
"کله چې موږ څلور اړخیزې خبرې پیل کړې او د خبرو د پیل لپاره مو طرح جوړه کړه، هدف مو دا وو چې پر یوه ځانګړي ستون باندې به اتکا نه کوو، له همدې کبله د سیمې هېوادونه او د نړۍ قوتونه په همدې مساله کې ښکېل شول، نو ځکه د ترکمنستان په ګډون د سیمې ټول هېوادونه د افغانستان د سولې پر بهیر مثبت تاثیر لري او موږ هیله لرو چې دوی له همدې اغېزي نه مثبته ګټه واخلي."
"پاکستان په دې ډار کې دی چې که افغان طالبان له پاکستانه وځي او د هغه هېواد له دایرې او فشاره ووځي نو بیا نور هم خطرناک کېږي، هم د پاکستان لپاره او هم ښایې امریکا او چین دا فکر وکړي چې یو داسي فشار په کار دی چې پر طالبانو نفوذ ولري تر څو طالبانو خبرو ته راولي، که چېرې طالبان یو صحرایې قوت شي او هېڅ څوک ورباندي نفوذ ونه لري نو ، ښایې نور هم خطرناک شي."
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دغه راز د ترکمنستان چارواکو سره هغه اندېښنې هم شرېکې کړې چې وایي د بېلابېلو ترهګرو ډلو ترمنځ خپل منځي اړېکي نېږدې شوي دي او دا کولی شي دده په وینا د افغانستان او سیمې لپاره په یوه لوه ګواښ بدل شي.
ښاغلي اتمر ترکمنستان ته په خپل یوه ورځني سفر کې د هغه هېواد د ملي امنیت د شورا له رییس یایلیم بردي یف ، د دفاع، بهرنیو چارو او د سرحداتو له وزیرانو سره ولیدل.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement