پوسټ کوډ ۸۹۵۷۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۰ کب ۱۳۹۴ ۱۸:۵۳

جمهور رئیس غني د چین د ولسي جمهوریت له لوی درستیز سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسي مشر محمد اشرف غني نن مازدي?ر د چين د ولسي جمهوريت له لوي درستيز جنرال فن في?وي او مل?ري پلاوي سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسی مشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د چین د ولسي جمهوریت له لوی درستیز جنرال فن فیګوی او ملګري پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه : په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د چین د وسله وال پوځ لوی درستیز ولس مشر ته د افغانستان او سیمې په هکله د چین د ولسی مشر د نظریاتو، پلانونو او برنامو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان او چین اړیکې دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي.
جنرال فن فیګوی وویل: د چین خلک تراوسه هم په نړیوال بانک کې ستاسو د ماموریت پرمهال د چین په بېلابېلو برخو کې د اوبو لګولو د پروژو د تامین او تطبیق یادونه او قدرداني کوي.
هغه وویل: د چین ولسي جمهوریت په افغانستان کې د سولې د تامین، د اړیکو د پراختیا او له ترهګري سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د حکومت هڅې او اقدامات ستایي او همدارنګه یې ولسی مشر ته د خپل هېواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ.
جنرال فن فیګوی وویل، هېواد به یې پر انکشافي او اقتصادي همکاریو سربېره د افغانستان له حکومت سره په نظامي برخو کې د ۴۸۰ ملیون چینایي ین په ارزښت مرسته وکړي.
د چین لوی درستیز جمهور رئیس غني ته د چین په استازیتوب د ده د هغې طرحې د ملاتړ ډاډ ورکړ، چې د شانګهای په غونډه کې یې له ترهګري سره د مبارزې په خاطر د سیمې د هېوادونو د همکاریو د جلبولو په موخه مطرح کړې وه. هغه وویل، چین به راتلونکی اوړی د دغې طرحې د تطبیق په موخه د سیمې د هېوادونو د مشرانوغونډه جوړه کړي.
جنرال فن فیګوی وویل، د څلور لارې په توګه د افغانستان موقعیت د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري، خو ترهګري د چین د دغه اقتصادي کمربند لپاره لوی تهدید دی، نو له دې امله د چین هېواد د ترهګري پر ضد مبارزه باندې ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه، چې د ترهګري ضد ګډه مبارزه باید د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان هېوا

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement