پوسټ کوډ ۸۹۴۹۴
نیټه خپرول: شنبه ۸ کب ۱۳۹۴ ۱۸:۱۶

د طالبانو له زندانه ۳۵ بندیان راخوشي کړای شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ?ان??و ?واکونو په عملياتو ک? د وسله والو طالبانو له زندان ?? تنه بنديان راخوشي شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو له زندان ۳۵ تنه بندیان راخوشي شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د افغان پوځ ویاند دولت وزیري زیاتوي، چې دغه عملیات تېره شپه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا تر سره شوي.
ښاغلي وزیر پر خپل فسبوک پاڼه لیکلي، چې ځانګړو افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات وکړل او ۳۵ تنه زندانیان یې ترې خوشي کړل.
نوموړي ویلي، چې په زندانیانو کې پنځه تنه مېرمنې، ۲۵ تنه ماشومان او پنځه تنه هم نارینه و، چې راخوشي شوي دي.
د افغان پوځ ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي په ډاګه کړي خو زیاته کړې یې ده، چې په دې عملیاتو کې ۷ تنه وسله وال هم ژنوندي نیول شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement