پوسټ کوډ ۸۸۸۴۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۴ ۱۶:۱۱

د جمهور رئیس غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشري د ملي امنيت شورا غون?ه نن له غرم? مخک? په ار? ک? جو?ه شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په هکله د ملي امنیت شورا غونډې ته راپور وړاندې کړ.
ورپسې په ټول هېواد کې د خلکو د دښمنانو تهدیدونه وارزول شول او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هغو د دفعه کولو په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.
وروسته د جوزجان، بلخ، پکتیا، ارزګان، غور، زابل، پنجشیر، پکتیکا او کندهار والیانو د خپلو اړوندو ولایتونو د امنیتي ستونزو په هکله خپل مفصل راپورونه وړاندې کړل.
د ملي امنیت شورا د یادو ولایتونو له والیانو څخه مننه وکړه، چې د امنیت د ښه والي او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې یې هلې ځلې کړي او د دوی مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه یې په تفصیلي توګه وارزول او اړوندو مسوولینو ته یې د هغو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د هېواد دفاعي او امنیتي ارګانونه موظف شول، چې د یادو ولایتونو له والیانو سره په تفاهم په اړوندو ولایتونو کې د امنیتي ستونزو حل لارې ولټوي او د خپلو اجراتو راپور د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement