پوسټ کوډ ۸۸۶۷۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳ مرغومی ۱۳۹۴ ۱۲:۱۲

جمهور رئیس غني په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته لاړ

جمهور رئيس به د د? غون?? په ?ن?ه ک? د افغانستان، پاکستان او امريکا په در? ا?خيزه غون?ه او همدارن?ه د افغانستان د راتلونکي او د ن?يوال ثبات او امنيت په هکله جو??دونکو غون?و ک? هم ??ون وک?ي.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه د سویس هېواد داووس ښار ته لاړ.

جمهور رئیس غني به په دې دوه ورځني سفر کې د نړیوال اقتصاد په دوه بېلابېلو غونډو کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې غونډې له رئیس، د ناټو سازمان له مشر، د یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو او د نړۍ د لویو اقتصادي شرکتونو له رئیسانو سره کتنې ولري.

جمهور رئیس به د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه او همدارنګه د افغانستان د راتلونکي او د نړیوال ثبات او امنیت په هکله جوړېدونکو غونډو کې هم ګډون وکړي.

جمهور رئیس سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي هم ملتیا کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement