پوسټ کوډ ۸۸۳۱۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۴ مرغومی ۱۳۹۴ ۱۳:۲۹

جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس له پلاوي سره وکتل

جمهور رئيس غني وويل، تره?ري من?مهاله او او?دمهاله خطر دي، چ? د سيم? او ن?? د ه?وادونو ??و ه?و او همکاريو ته ا?تيا لري.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماښام د سناتور جک رید په مشري د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس له پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او امریکا تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا، د ترهګري له خطر سره د مبارزې د څرنګوالي او د دې پدیدې پر ضد د افغانستان د کوښښونو په هکله بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني وویل، ترهګري منځمهاله او اوږدمهاله خطر دی، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګډو هڅو او همکاریو ته اړتیا لري.

د هېواد جمهور رئیس وویل، په لنډ مهال کې د افغانستان د ودې لپاره نړیوالې انکشافي مرستې موثرې دي، خو زیاته یې کړه، چې له دې همکاریو سره همزمان د افغانستان حکومت کوښښ کوي، چې داخلي او بهرنۍ خصوصي پانګونې جلب کړي، ځکه په اوږدمهال کې د افغانستان د اقتصادي ستونزو اساسي حل په هېواد کې داخلي او بهرنۍ پانګونه ده.

محمد اشرف غني په دې کتنه کې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره داخلي او بهرنیو پانګوالو ته د ډاډمنې فضا د رامنځته کولو په خاطر د خصوصي پانګونو د تضمین په برخه کې د امریکا د کانګرس د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي څرګنده کړه، چې د افغانستان د حکومت د اقداماتو او برنامو او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو ملاتړ کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement