پوسټ کوډ ۸۷۹۱۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۴ ۱۳:۲۰

ولسمشر غني به د اسیا د زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي

افغان چارواکي وايي چ? ولسمشر اشرف غني به سبا او بل سبا په اسلام اباد ک? د اسيا د ز?ه په کنفرانس ک? ??ون وک?ي.

مخکې په دې غونډه کې د ولسمشر د ګډون په اړه شک ښودل شوی و، ځکه د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي وو چې د طالبانو د حملو د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې پاکستاني چارواکو په یوه وروستۍ غونډه کې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو پریکړه کړې ده.

له څو ورځو ابهام وروسته چارواکو پرون خبر ورکړ چې ولسمشر اشرف غني به د اسیا د زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.

چارواکو ازادي راډیو ته وویل، ولسمشرغني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره تر کتنې وروسته چمتووالی وښود چې په دې غونډه کې چې سبا او بل سبا په اسلام اباد کې جوړیږي ګډون وکړي.

د حکومت دې جګپوړو چارواکو چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نومونه یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، ولسمشرغني له ریچارډ اولسن سره په کتنه کې د اسلام اباد په غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستان د صدراعظم بلنه چې مخکې یې رد کړې وه ومنله.

دې چارواکو زياته کړه چې افغان ولسمشر به پاکستان ته په څرګنده ووايي چې پخلاینې ته له لېوالو طالبانو سره دې جلا چلند وکړي خو سولې د مخالفو طالبانو پر ضد بايد قاطع عمليات وشي.

ولسمشرغني مخکې په وار-وار ویلي و چې د ده حکومت به لومړی له پاکستان او وروسته له طالبانو سره سوله وکړي. ښايي همدې ټکي ته په پام سره به پاکستاني چارواکو پریکړه کړې وي چې له افغانستان سره خپل اړیکي ښه کړي.

د ټرېبیون Tribune ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو د شنبې ورځې په ماښام په یوه غونډه کې پریکړه وکړه چې په اسلام اباد کې د اسیا د زړه په سیمه ییز کنفرانس کې به له افغانستان سره ډیالوګ بیا پېلوي.

دا پاکستانۍ ورځپاڼه خبر ورکوي چې د صدراعظم نواز شریف په مشرۍ په دې غونډه کې د اسیا د زړه یا د استانبول د پروسې په نوم د دې دوه ورځني کنفرانس پر تیاریو بحث وشو.

راپور زیاتوي چې په غونډه کې د صدراعظم د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکارانو سرتاج عزیز او نصیر جنجوعه، د ISI مشر جنرال رضوان اختر او نورو چارواکو ګډون کړی و.

د راپور له مخې که څه هم په غونډه کې د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف حاضر نه و، خو پریکړه وشوه چې پاکستاني مقامات به له ولسمشراشرف غني سره، د سولې د خبرو په ګډون د لانجمنو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

راپور یادونه کوي چې که څه هم د اسیا د زړه کنفرانس د افغانستان د عامه تاسیساتو پر رغونه او ځینو نورو مسایلو د بحث په مقصد جوړیږي خو پاکستان به له دې فرصت څخه استفاده وکړي او له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅه به وکړي.

د پاکستان د جګپوړو ملکي او پوځي چارواکو په غونډه کې له نوې ډیلي سره د اسلام اباد د اړیکو د ښه کولو پر اړتیا هم ټینګار وشو. هندي رسنیو راپور ورکړی چې د آسیا د زړه د کنفرانس په غونډه کې به د هند د بهرنیوچارو وزیره سوشما سواراج هم ګډون وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement