پوسټ کوډ ۸۷۸۸۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۴ ۰۹:۲۷

جمهور رئیس غني ”د اسیا زړه - استانبول پروسه“ کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته لاړ

جمهور رئيس غني به ”د اسيا ز?ه - استانبول پروسه“ په کنفرانس ک? پر ??ون او وينا سرب?ره په ياد کنفرانس ک? د ??ون کوونکو يو شم?ر ه?وادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو سره هم جلا جلا کتن? ولري.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري ”د اسیا زړه - استانبول پروسه“ په کنفرانس کې د ګډون لپاره په یو ورځني رسمي سفر پلازمېنې اسلام اباد ته لاړ.

جمهور رئیس غني به ”د اسیا زړه - استانبول پروسه“ په کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره په یاد کنفرانس کې د ګډون کوونکو یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو سره هم جلا جلا کتنې ولري.

د هېواد جمهور رئیس به د سفر په جریان کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه او د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په څلور اړخیزه ناستو کې هم ګډون وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ،د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهور رئیس اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي هم ملتیا کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement