پوسټ کوډ ۸۷۸۶۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۴ ۱۳:۴۵

د اسیا زړه کنفرانس دوهمه ورځ د ولسمشرغني او نواز شریف په خبرو پیل شوه

په اسلام اباد ک? د اسيا ز?ه ه?وادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غون?ه نن د افغان ولسمشراشرف غني او د پاکستان د صدراعظم نواز شريف له خوا په ??ه پرانستل کي?ي.

د استانبول بهیر یا د اسیا زړه په پنځمه غونډه کې د اسیایې هېوادونو او هم د نورو سازمانونو او هېوادونو استازي د سیمي د امنیتي ګواښونو په وړاندې پر ګډې مبارزې او د سیمي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کوي چې افغانستان د اجنډا له مهمو موضوع ګانو څخه ده.

د اسیا زړه کنفرانس د لوړ پوړو چارواکو مقدماتي غونډه پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د سیاسي مرستیال حکمت کرزي او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز له خوا پرانېستل شوه.

په نننۍ غونډه کې د ګډون لپاره د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوارج هم اسلام اباد ته رسیدلې ده.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۴ هېوادونه غړیتوب لري.

د دې غونډې د اجنډا شپږ مهمې موضوع ګانې، له ترورېزم سره مبارزه، د نشه یې توکو په وړاندې مبارزه، سوداګري، پانګونه، سیمه ییز بنسټونه او زده کړه ده.

دغه پروسه په ۲۰۱۱ کال د لومړي ځل لپاره د ترکیې له اسټانبول ښاره پیل شوه چې ورته د اسټانبول پروسه هم وایي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement