پوسټ کوډ 87852
نیټه خپرول: يکشنبه 1 لیندۍ 139412:12

لاهم د کندز له زیانمن شوو دکانداران سره مرسته نه ده شوې

د کندز ولايت سقوط ?خه وروسته، ?? ور?? د د? ولايت ?ار د وسله والو طالبانو او دولتي ?واکونو ترمن? د ج??? شاهد و.

په دې ولایت کې یو شمېر دوکانداران وايي چې د جګړې له کبله د دوی دوکانونه، مارکېټونه او سوداګریز ګُدامونه د اور لمبه شوي چې له امله یې خلک زیانمن شوي دي.

دغه دوکانداران له حکومته د وراوښتو زیانونو غوښتونکي دي؛ همدارنګه حکومت په دې برخه په نه پاملرنه تورنه وي.

بلال احمد چې د کندز ښار د ولایت په واټ کې د خوراکه فروشي دوکان لري وايي چې دوکان یې د جګړې پرمهال سوځېدلي دی او ډېر مالي تاوان ورته رسیدلي دي:

"دغه دوکانونه چې سوځېدلي دي هر دوکاندارن ته ۴۰ زره ډالره او ۵۰ زره ډالره تاوان رسیدلی دی او خلک ډېر تاواني شوي دي، خو زموږ غوښتنه له ولسمشر او د اجراييه رییس څخه دا ده څو زموږ تاوان جبران کړي همدارنګه د دې ولایت امنیت ته توجه وکړي څو بیا دغه ولایت له تېر برخلیک سره مخامخ نه شي."

سمیع الله په کندز ښار کې د لوښو دوکان لري وایي، وروستۍ جګړه یې دوکان سوځولی او څه باندې ۳۰ لکه افغانۍ یي زیان لیدلای:

"موږ ته ډېر زیان رسیدلی دی هر دوکاندار ته ۳۰، ۴۰ لکه او ۵۰ لکه افغانۍ زیان رسیدلی، زموږ ټوله شتمنۍ په اوبولاهو شوه، خو اوس دومره پیسې نه لرو چې بېرته خپل دوکانونه پرې ورغوو همدا رنګه هر دوکاندار له سوداګرو څخه ۴۰ لکه او ۳۰ لکه پوروړې هم دی."

نوموړې زیاتوې چې دا اوس دومره مالي امکانات نه لري چې بېرته خپل دوکان جوړ کړي، دې حکومت په نه پاملرنې تورنه وي، ځکه تر اوسه پورې له زیانمنو خلکو سره مالي مرسته نه ده کړي.

د معلومات پر بنسټ، د کندز سقوط او جنګ له کبله نږدې ۳۰ دوکانونه سوځېدلي او یا هم ویجاړ شوي دي چې څه باندې یو میلیون امریکايي ډالره زیان یې خلکو ته رسولی دی.

په عین وخت کې عبدالمعروف یو تن ملي سوداګر چې په کندز کې د بې پولي ډاکټرانو روغتون څنګ سره سرای او د سوداګریزو توکو ګُدام لري وویل، کله چې امریکايي هوايي ځواکونو د اکتوبر په دریمه نېټه، د شپې له خوا د بي پولي ډکټرانو روغتون یې د هوايي برید لاندې ونیو، له کبله یې د نوموړې یو لوی ګُدام چې له سوداګریزو توکیو ډک وو هم سوځېدلي دی.

دغه سوداګر وايي چې د دغه برید له کبله ۵ لکه امریکايي ډالره تاوان ورته اوښتې دی:

"زما خو سوداګریز شرکت وو، ما د ایل سي ډی، ایل اي ډي ټلویزیونونو، د ایرکاندیشنونو همدارنګه د لویو یخچالونو کاروبار کاوو چې دا ټول قېمتي توکیو وو چې د دغه هوايي برید له امله ټول په ګُدام کې وسوځېدل، خو زما سرای او ګُدام د طالبانو او دولت ترمنځ په جګړه کې نه دې سوځېدلی."

عبدالمعروف همدا راز وايي، کله چې یو امریکايي پلاوي کندز ته د بې پولي ډاکټرانو د روغتون د پېښې د څېړلو په هدف دې ولایت راغلي وو او له هغه سره یې خپله ستونزه شریکه کړې ده، دی وايي چې تر اوسه پورې یې منفي او یا مثبت ځواب د امریکايانو له خوا نه دې موندلی.

د یادونې ده چې نږدې دوه میاشتې کیږي چې د کندز ښار افغان ځواکونو نیولي دي، خولا هم د دې ښار شاوخوا نږدې سیمې د طالبانو له حضوره نه دې تصفیه شوي او وخت ناوخت د درنو او سپکو وسلو غږ په ښار کې اورېدل کیږي، چې دې موضوع د دې ولایت اوسېدونکي یې ډېر په اندېښنه کړي دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement