پوسټ کوډ 87678
نیټه خپرول: پنج شنبه 5 لیندۍ 139414:16

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ناتو له ملکي استازي سره وکتل

په د? ل?دنه ک? بروکسل ته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار د وروستي سفر پر پايلو، د ناتو سازمان غ?و ه?وادونو د بهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس او همدارن?ه له افغانستان سره د ناتو د او?دمهاله همکاريو په ا?ه خبر? وشو?.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د پنج شنبې پر ورځ د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناتو د ملکي استازي ښاغلي اسماعیل اراماز سره وکتل.

په دې لېدنه کې بروکسل ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د وروستي سفر پر پایلو، د ناتو سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس او همدارنګه له افغانستان سره د ناتو د اوږدمهاله همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د ناتو سفیر بروکسل ته د ملي امنیت سلاکار وروستی سفر کامیاب وباله او ډاډ یې ورکړ، چې ناتو له افغانستان سره د اوږدمهاله امنیتي همکاریو پر ژمنو ولاړ دی.

د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرۍ د ځپلو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لري او د ناتو همکاري به په دې برخه کې د تل په څېر ګټوره ثابته شي. د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې له افغانستان سره د ناتو دوامداره همکاري به په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement