پوسټ کوډ ۸۷۳۸۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۴ ۱۳:۰۳

په فرانسه کې د وروستی پیښې په تړاو یو تن وپیژندل شو

د فرانس? يو چارواکى وايي، چ? په پاريس ک? د جمع? د شپ? حمل? د سخت دري?و وسله والو در?يو هماهن?و ?لو ک?? دي.

د پاريس څارنوال پرون يوه کنفرانس ته وويل، چې په دغو حملو کې اووه تنه تروريستان هم وژل شوي، چې يو يې په خټه فرانسوى دى. په پاريس په وروستيو حملو کې د وژل شويو کسانو شمېر ١٢٩ ته لوړ شوى دى. د پاريس څارنوال وويل، چې يو بريدکوونکى په فرانسه کې زېږېدلى و. هغه د شنبې په ورځ په پاريس کې يوه کنفرانس ته وويل: "هغه تروريست چې په باتاکلان سيمه کې حمله او برمته نيونه پيل کړه، د ګوتو نښانونه يې پيدا او دى رسماً وپېژندل شو. دى د ١٩٨٥م کال د نوامبر په ٢١مه په ايسون کې زېږېدلى. د ٢٠٠٤ او ٢٠١٠م کلونو ترمنځ اته جرمي سابقې لري. دى کله هم زندان ته نه دى اچول شوى، خو په ٢٠١٠م کال کې يې نوم په يوه امنيتي دوسيه کې د بنسټپالنې په خاطر ثبت شوى و، خو تر دې وروستۍ پېښې مخکې په کوم تروريستي جرم نيول شوى او تورن شوى نه و." د پاريس د څارنوال په خبره، د پاريس د حملو په تړاو هغه درې کسان چې د بلجيم پر پوله نيول شوي، يو يې د فرانسې تبعه دى. ده وويل، يو بل بريدکوونکى چې مړى يې د فرانسې ملي سټوډيوم ته نژدې د سوريې له پاسپورټ سره موندل شوى، پېژندل شوى دى، چې د فرانسې اطلاعاتي سرويسونو يې په اړه معلومات نه درلود. په همدې حال کې د يونان چارواکي وايي هغه دوه کسان چې د فرانسې د پوليسو له خوا تر تعقيب لاندې وو، د روان کال په لومړيو کې يې ځانونه د پناه غوښتونکو په نوم په يونان کې ثبت کړي دي. د بلجيم چارواکو هم اعلان کړى چې په پاريس کې د شويو بريدونو په تړاو يې څو کسان نيولي دي. بله خوا د نړۍ رهبرانو د امريکا له ولسمشر بارک اوباما نيولې، د روسيې تر ولسمشر ولاديمير پوتين او نورو پورې پر دې پېښه خواخوږي څرګنده کړې او د فرانسې له ولس او حکومت سره يې خپل پيوستون اعلان کړى. بريتانيا ويلي، چې نن يکشنبه په دې اړه يوه فوق العاده غونډه کوي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دغه بريدونه د فرانسې پرضد د يوه جنګ اعلان بللى دى.ر

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement