پوسټ کوډ ۸۷۰۲۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۷ لړم ۱۳۹۴ ۱۳:۰۶

بدر: په کونړ کې له زلزله ځپلو سره شوې مرستې کمې دي

د کون? ولايتي شورا په دغه ولايت ک? د وروست? زلزل? له زيانمنو شويو سره ?ان??? شو? مرست? کم? بولي.

د دغې شورا مرستیال حاجي جماالدین بدر نن ازادي راډيو ته وویل چې جمهوري ریاست شپږمیلیونه افغانۍ د کونړلپاره ځانګړې کړي چې دا د اوښتو زیانونو او مرګژوبلو په نسبت ډېرې کمې دي.

په کونړ کې د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله د زیاتو مالي تاوانونو ترڅنګ ۳۱ کسان وژل شوي او یو سل او شپږ نور ټپيان دي چې د ټولو ولایتونو په نسبت په دغه ولایت کې مرګژوبله زیاته ښودل شوې.

اخوا د بدخشان ولایتي شورا هم حکومت ګرم بولي چې له زیانمنو شویو سره یې لازمه مرسته نه ده کړې او د مرستې رسولو په برخه کې تېروتنه شوې ده.

د زلزلې له امله زیانمن شوي خلک په داسې حال کې د مرستو له نه رسیدو شکایت کوي چې بیړنیو حالاتو ته در سیدګي لپاره د دولت وزیر پرون ژمنه وکړه چې له زیانمنو شویو سره به د مرستې په خاطر هېڅ راز هڅه ونه سپموي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement