پوسټ کوډ 86955
نیټه خپرول: جمعه 1 لړم 139412:12

جمهور رئیس غني په هېواد کې د زلزلې له زیانمنو شویو سره د مرستې بهیر وارزاوه

زمو? ???ن? ?يي، چ? د دغ? زلزل? له امله تراوسه پور? ???تنه ه?وادوال شهيدان او ??? تنه ?پيان شوي او همدارن?ه ???? د استو?ن? کورونه،??جوماتونه او ? دولتي دفترونه ويجا? شوي يا زيانمن شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې په هېواد کې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو شویو د ستونزو د هواري بهیر وارزاوه.

په دې ویډیو کنفرانس کې، چې په ارګ کې ترسره شو، د زیانمنو شویو ولایتونو والیانو او پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر انجینر ویس احمد برمک په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو د وروستيو ارقامو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

انجینر ویس احمد برمک وویل، زموږ څېړنې ښیي، چې د دغې زلزلې له امله تراوسه پورې ۱۱۵تنه هېوادوال شهیدان او ۵۳۸ تنه ټپیان شوي او همدارنګه ۷۶۳۰ د استوګنې کورونه،۲۰جوماتونه او ۹ دولتي دفترونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.

وروسته جمهور رئیس غني زیانمنو شویو هېوادوالو ته خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او وې ویل، په لږ وخت کې موږ وکولی شول له زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې لپاره ښه اقدامات وکړو.

هغه وویل، د خلکو د تخریب شویو کورونو او جایدادونو دقیق ارقام مشخص شوي، خو تخریب شوې زېربناوې لکه د برېښنا بند، سرک، پل او پلچک هم باید مشخصې شي.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، خلکو او په ځانګړي ډول ماشومانو ته باید روحیه او ډاډ ورکړل شي، چې له دوی سره د مرستې لپاره لازم تیاری نیول شوی دی.

جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، کوم ټپیان چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري هغوی کابل ته انتقال کړي.

محمد اشرف غني وویل، د زیانونو او امکاناتو واضح فهرست لرو، خو د نړیوالو مرستو، ترسره شویو اقداماتو او دا چې څومره نورو مرستو ته اړتیا ده د هغو جدول هم باید ترتیب شي.

هغه څرګنده کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوایي ځواک له تجهیزاتو او امکاناتو څخه دې هم زیانمنو شویو هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره ګټه واخیستل شي.

جمهور رئیس د دولت وزیر انجینر ویس احمد برمک او د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره د مرستو په خاطر د اړتیا وړ بودجې د ارزونې په برخه کې اقدام وکړي.

په دې ویډیو کنفرانس کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د اوښتو زیانونو د دقیقو ارقامو د اخیستلو، همدارنګه د سوق او ادارې مرکز د رامنځته کولو او له مرسته کوونکو بنسټونو او هېوادونو سره د تماس نیولو په برخه کې هم باید اقدام وشي.

جمهور رئیس د دې ویډیو کنفرانس په پای کې زیانمنو شویو ته د بیړنیو مرستو د رسولو په موخه د وزیرانو شورا د فوق العاده غونډې د جوړولو له امله له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او همدارنګه د والیانو، سرې میاشتې، مرسته کوونکو بنسټونو او هېوادونو څخه د دوی د هلو ځلو قدرداني وکړه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement