پوسټ کوډ ۸۶۷۰۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۴ ۱۳:۰۹

افغان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې ملي ټیم ته د ۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان د کرک? ملي ?يم له زيمبابو? سره د يو ور?نيو ن??والو لوبو په ل?? ک? پرون د د? ه?واد ملي ?يم ته د ?? من?و په توپير مات? ورک?ه.

افغانستان له خپل کوربه سره مخکینۍ لوبه په لوی توپیر بایللې وه.

په پرونۍ لوبه کې لومړی بېټنګ افغانستان وکړ او په پنځوسو اوورونو کې یې شپږ لوبغاړي وسوځېدل او ۲۷۱ منډې یې جوړې کړې.

د زیمباوې ټول لوبغاړي په څه کم ۴۷ اوورونو کې په داسې حال کې وسوځېدل چې ۲۱۳ منډې یې جوړې کړې او د ۲۷۲ منډو ټاکلی هدف یې پوره نه شو کړای.

په افغان لوبغاړو کې پخواني کپټان محمدنبي او نورعلي ځدراڼ په بېټنګ کې ښه وځلېدل.

نبي په ۱۲۱ توپونو ۱۱۶ او ځدراڼ په ۹۹ توپونو شپېته منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په دې لړۍ کې له زېمبابوې سره د سه شنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځو درې نورې لوبې هم وکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement