پوسټ کوډ 86621
نیټه خپرول: شنبه 25 تله 139412:28

ایټالیاوي سرتیري یو کال نور هم په افغانستان کې پاتې کیږي

اي?اليا په پام ک? لري چ? د يوه بل کال لپاره په افغانستان ک? خپل ?واکونه پات? ک?ي.

دا خبره د ايټاليا صدراعظم ماتيو رینزي د جمعې په ورځ وکړه. دا تر هغه يوه ورځ وروسته دی چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان د امريکايي ماموریت د اږدولو اعلان وکړ.

ټاکل شوې وه چې ايټالوي ځواکونه له افغانستانه د روان کال په پيل کې ووځي؛ خو دغه هېواد پرېکړه وکړه چې ځواکونه به يې د ۲۰۱۵م کال تر پايه پاته شي. خو اوس يې په افغانستان کې خپل ماموريت يو کال نور هم اوږد کړ.

په افغانستان کې تر پنځوس زيات ايټالوي سرتيري وژل شوي دي.

رينزي په وينس پوهنتون کې د وينا پر مهال وويل:

((ايټاليا په افغانستان کې د څو کلونو راهيسې حضور لري او اوس مهال موږ د امریکا غوښتنه منو چې تر يوه بل کاله په افغانستان کې پاته شو.))

ايټاليا په هرات او کابل کې شا او خوا اوونيم سوه سرتيري لري چې د ناټو د غير جنګي ماموريت برخه دي او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره په افغانستان کې ځای پر ځای دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement