پوسټ کوډ 86553
نیټه خپرول: سه شنبه 21 تله 139414:42

کابلوف: روسیه له افغان امنیتي ځواکونو سره د نظامي تجهیزاتو مرستې ته چمتو ده

د افغانستان امنيتي او دفاعي ?واکونه له هغو تروريستانو سره په ج??ه بوخت دي، چ? غوا?ي د افغانستان او سيم? په ه?وادونو ک? نا امني خپره او د ولسونو ژوند له ?وا?ونو سره مخ ک?ي.

په کابل کې د روسیې د فدارتیف جمهوریت لوی سفیر السکاندر مانتیتسکی د سه شنبې پر ورځ د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره، د لېدنې په ترڅ کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې د مرستې په اړه د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړ. د روسیې سفیر و ویل، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې، د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر و ویل، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغو تروریستانو سره په جګړه بوخت دي، چې غواړي د افغانستان او سیمې په هېوادونو کې نا امني خپره او د ولسونو ژوند له ګواښونو سره مخ کړي.

د ملي امنیت سلاکار له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د روسیې هېواد له لوري د تجهزاتو د مرستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه د روسیې په شمول د ټولو دوستو هېوادونو د تجهزاتو مرستې ته اړتیا لري.

په دې لېدنه کې د افغانستان پر امنیتي وضیعت او یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement