پوسټ کوډ ۸۵۹۳۱
نیټه خپرول: شنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۴ ۱۲:۲۶

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بيا پيلېږي

د سولي عالي شورا يو غ?ى وايي له وسلوالو طالبانو سره به د افغان حکومت د سول? خبر? په راتلونکو اوونيو ک? پيل شي.

د سولې عالي شورا يوه غړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي نيکولاس هايسم (Nicholas Haysom) د څرګندونو هرکلى وکړ چې ويلي يې دي؛ بې له دې د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو ته پام وشي؛ د سولې خبرې به په راتلونکو اوونيو کې پيل شي. ښاغلي هایسم دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنج شنبې ورځې په غونډه کې چې د افغانستان پر وضعيت رابلل شوې وه؛ کړې دي. د افغانستان د سولې عالي شورا غړي او د دې شورا د بهرنيو اړيکو د کمېټې رئيس حبيب الله فوزي ازادۍ راډيو ته وويل چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي خبرې دوى ته هيله ورکوي، چې د سولې خبرې ممکن پيل شي. ښاغلي فوزي هم وويل چې له طالبانو سره به د سولې مخامخ خبرې په راتلونکو اوونيو کې پيل شي. نه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، نه هم د سولې عالي شورا او نه هم د وسلوالو طالبانو استازو د دغو خبرو بيا پيل ته دقيقه نېټه ټاکلې ده. هم مهاله اسلام اباد هم هيله څرګنده کړه چې د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ ممکن د سولې خبرې بيا پيل شي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله د پنج شنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وويل: ”دا د افغان طالبانو کورنۍ موضوع ده چې خپلمنځني اختلافات پايته ورسوي او پر یوه مشر موافقه وکړي، البته موږ هیله لرو چې طالبان به له تشدده لاس اخلي او مذکراتو کې به شریک شي.“ پاکستاني چارواکي وايي دوى يوازې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو ته اسانتيا برابروي. له وسلوالو طالبانو سره د سولې دويم پړاو مخامخ خبرې چې د پاکستان په مري سيمه کې کېدونکې وې، د جولاى مياشتې په وروستيو کې د ملا محمد عمر د مرګ د اعلان او د طالبانو په مشرتابه کې د اختلافاتو پيدا کېدو له کبله وځنډېدې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement